فراه کې طالبانو دېرش افغان کمانډو وژلي

افغانستان

فراه کې طالبانو دېرش افغان کمانډو وژلي

1094

د هېواد په لویدیځ کې افغان امنیتي چارواکي وایي، د طالبانو یوه برید دېرش افغان کمانډو وژلي دي.

د پوځ ویاند نورالحق خالقي یک ټلویزیون ته د کمانډو وژل تایید کړي او ویلي یې دي چې برید تېره شپه د فراه د بالابلوک ولسوالۍ په تودنګ سیمه کې شوی چېرته چې حکومت غوښتل یوه نوې پوسته جوړه کړي.

خالقي زیاته وي چې یو شمېر کمانډو تري تم دي.

عیني شاهدان وایي چې جسدونه د طالبانو کنترول سیمه کې دي.

ویل کېږي چې طالبانو ۲۷ میله وسله هم له ځان سره وړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم فراه ولایت کې ۱۶ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي وو.



اعلان