سپی چې څلور مياشتې يې د روغتون مخې ته د خپل بې کوره ملګري انتظار وکړ

پام وړ

سپی چې څلور مياشتې يې د روغتون مخې ته د خپل بې کوره ملګري انتظار وکړ

592

برازيل کې يوه سپی د «سانټا کازا دي نووو هورايزن» روغتون مخې ته د خپل هغه ملګري څلور مياشتې انتظار وکړ چې بيا به يې هيڅکله ونه ګوري.

د سپي دغه ملګری يو ۶۰ کلن بوډا و، چې نه يې کور درلود او نه خپل خپلوان، هغه د کوڅو په يوه جنګ کې ټپي او وروسته په روغتون کې مړ شو.

سپی په تېر اکتوبر کې د هغه له ټپي کېدو وروسته په هغه موټر پسې روغتون ته ولاړ چې نوموړی په کې ولېږدول شو او تر اوسه د روغتون مخې ته د نوموړي انتظار کوي، خو خبر نه دی چې دربدره بوډا خپل پور پرې کړی او نور په دې دنيا کې نه شته.

دغه ګداګر بوډا د نورو زرګونو بې کوره خلکو په څېر ژوند په کوڅو کې په سوال کاوه، او لوږې تندې او سړې تودې يې تېرولې.

د نوموړي له وژل کېدو وروسته يوه تن سپی له ځانه سره واخيست څو ساتنه يې وکړي، خو سپی له څو کيلو مترو لرې واټن څخه بېرته را وتښتېد او د روغتون مخې ته يې بيا انتظار پيل کړ.

امريکا او اروپا چې نورې نړۍ ته د بشري حقونو د مراعات او ور زدکړې ټينګار او ادعا کوي، لسګونه زره اوسېدونکي يې د بې وزلۍ او نورو ستونزو له امله د ژمي سخته يخني او د ژوند نور ډول ډول تکليفونه پر لارو کوڅو تېروي او په همدې حالت کې له مرګ سره هم مخ کېږي، خو په حق کې يې د بشري حقونو ناره نه اورېدل کېږي.

څه موده مخکې د انګلستان د پارلمان مخې ته پر هغه لار همداسې يوه تن ساه ورکړه، چې هره ورځ د پارلمان غړي پرې تګ راتګ کوي، چې د ډېرو خلکو د غبرګون لامل شو.



اعلان