پاکستان ډیورنډ کرښې ته نږدې جنګي الوتکې استولي

سيمه او نړۍ

پاکستان ډیورنډ کرښې ته نږدې جنګي الوتکې استولي

1690

راپورونه وایي چې د پاکستان هوایي ځواکونو ډیورنډ کرښې ته نږدې د سمونګلي په نوم یوه ډګر ته جی ایف تندر ۱۷ ډوله الوتکې استولي دي.

یاد ډګر کوټې او ډیورنډ کرښې ته نږدې دی.

سپوتنیک روسي رسنۍ د اسوسییټډ پریس پاکستان رسنۍ د یوه راپور په حواله لیکلي چې جنګي الوتکې د پاکستان د هوایي حریم د ساتلو په موخه ځای پر ځای شوي دي.

د پاکستان د هوایي پوځ مشر جنرال سهیل امان ویلي چې موږ د پاکستان د دښمنانو په دسیسو پوهېږو.

وروستیو کې چې د پاکستان او امریکا اړیکې ډېرې ترینګلې شوې، نو داسې ویل کېدل چې ښایي امریکایي پوځیان د پاکستان دننه عملیات وکړي، خو تر اوسه دغه څه نه دي ترسره شوي.

بل خوا، امریکا په قبایلي سیمو د ډرون بریدونه زیات کړي دي.



اعلان