سعودي او اسراییلو لیکونه تبادله کړي

سيمه او نړۍ

سعودي او اسراییلو لیکونه تبادله کړي

301

یوه اسراییلي ورځپاڼه وایي چې مصر ته د سعودي د ولیعهد د سفر پر مهال سعودي او اسراییلي حکومتونو یوه بل ته لیکونه استولي دي.

اسراییل هیوم ورځپاڼې د مصري سرچینو په حواله لیکلي چې دواړو هېوادونو د ایران او فلسطین په ګډون په سیمه ییزو مسئلو نظرونه شریک کړي دي.

داوړو هېوادونو د مصري لوړ پوړو استخباراتي چارواکو له لارې لیکونه تبادله کړي دي.

دواړو هېوادونو ایران ګواښ ګڼلی دی.

سعودي او اسراییل د ایران د اټومي پروګرام سخت مخالف دي او ګومان کېږي چې ایران به د دواړو هېوادونو د نږدې والي لامل شي.



اعلان