سياف حکمتيار ته په ځواب کې: هر کس و ناکس په ديني مسايلو کې د خبرو حق نه لري

افغانستان

سياف حکمتيار ته په ځواب کې: هر کس و ناکس په ديني مسايلو کې د خبرو حق نه لري

1624

جهادي رهبر عبد رب الرسول سياف په خپلو تازه څرګندونو کې د ګلبدين حکمتيار وروستيو څرګندونو ته ځواب ويلی دی او ويلي يې دي چې هر کس و ناکس حق نه لري چې دينې مسايلو کې خبرې وکړي.

سياف دغه څرګندونې نن، د هود پر اتلسمه نېټه د پخواني مرستيال ولسمشر، مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې د ياد په ورځ وکړې. هغه وويل چې خدای تعالی حلال او حرام ښکاره کړي او هر څه واضح دي او څوک نه شي کولای چې له سره حلال حرام کړي يا حرام حلال کړي.
هغه که څه هم د ګلبدين حکمتيار نوم وانخيست، خو د هغه د وروستيو څرګندونو ځواب يې ووايه. عبد رب الرسول سياف دغه راز زياته کړه چې ځانمرګي بريدونه په اسلام کې حرام دي. دا د علماوو کار دی چې په نويو مسايلو کې نظر څرګند کړي او د اجتهاد له لارې حلال او حرام ښکاره کړي. هغه وويل چې دا د هر چا کار نه دی چې په ديني مسايلو کې نظر څرګند کړي.
د يادونې وړ ده چې ګلبدين حکمتيار په خپله وروستۍ مرکه کې چې اريانا ټلويزيوني شبکې سره يې کړې وه، وويل چې ځانمرګي بريدونه استشهادي بريدونه بولي او دا کار په اصل کې جايز بولي.