سعودي ښځو کوڅو کې په منډو وهلو د ښځو ورځ ونمانځله

راپورونه

سعودي ښځو کوڅو کې په منډو وهلو د ښځو ورځ ونمانځله

762

یو شمېر سعودي ښځو جده ښار کې سړیو ته له پام کولو پرته په کوڅو کې منډې ووهلې. دوی دا منډې پرون پنجشنبه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسب ووهلې او ورسره یې د ورزش (جاګینګ) نور ډولونه هم وکړل.

سعودي ښځو تازه دغه حق ترلاسه کړی دی.

د سعودي ګیزیټ د راپور پر بنسټ، د پوهنتون محصلې او د منډې وهلو یوې ګډون کوونکې سما کنسارا ویلي چې دا د سعودي ښځو د بدلون پېل دی.

سعودي کې د محمد بن سلمان له ولیعهد کیدو وروسته ښځو ته ډېرې ازادۍ ورکړل  شوي دي.

سعودي ښځو د موټر چلولو، سینما، لوبغالي او ورزشي کلبونو ته د تګ اجازه ترلاسه کړې ده.

ویل کېږي  حکومت زیاتره مخالف علماء نیولي دي.



اعلان