طالبانو په بګرام هوایي ډګر د توغندیو بریدونه کړي

افغانستان

طالبانو په بګرام هوایي ډګر د توغندیو بریدونه کړي

383

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د بهرنیو ځواکونو په لوی هوایي ډګر بګرام باندې یې د توغندیو بریدونه کړي دي.
نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه بریدونه یې تېره شپه او نن سهار کړي چې له امله یې بهرنیو ځواکونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي.
بل خوا، د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې ۲۹ امنیتي ځواکونو ته په کې مرګ-ژوبله اوښتې.
د ولایت ویاند بریدونه تاییدوي او وایي چې ۱۶ امنیتي ځواکونه وژل شوي او نور ټپیان شوي دي.
وژل شویو کې د اردو او سیمه ییزو پولیسو سرتېري شامل دي.



اعلان