سپين بولدک: پر امنيه قوماندانۍ بريد کې مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان

سپين بولدک: پر امنيه قوماندانۍ بريد کې مرګ ژوبله اوښتې

390

د کندهار امنيتي مسوولينو ويلي دي، چې د سپين بولدک پر امنيه قوماندانۍ د طالبانو د تېرې شپې بريد کې ۶ تنه وژل شوي دي او څو تنه نور ټپيان دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی رسنيو سره خبرو کې څرګنده کړې، چې تېر ماښام شاوخوا ۶ بجې څلورو تنو وسله والو د سپين بولدک پر امنيه قوماندانۍ ډله‌ييز بريد وکړ.

هغه زياته کړې ده، چې د بريد موخه د سرحدي پوليسو د قوماندانۍ لوا وه، چې د امنيه قوماندانۍ تر څنګ پرته ده.

د پژواک له راپور سره سم دراني ويلي، چې يوه بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر سايکل په قراول کې وچاوداوه او درې نور له سرحدي پوليسو سره ونښتل.

د هغه په وينا جګړې دوه ساعته دوام کړی چې په ترڅ کې يې دوه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د امنيه قوماندانۍ د وياند په وينا جګړه د بريدګرو له وژل کېدو وروسته پاي ته رسېدلې ده.

وسله والو طالبانو د بريد مسووليت پر غاړه اخيستی او ادعا يې کړې ده، چې ګڼ شمېر پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.



اعلان