چرچيل له زمزم اوبو څښلو وروسته څه وويل؟!

د پرون کيسه

چرچيل له زمزم اوبو څښلو وروسته څه وويل؟!

2676

د انګلستان د بهرنيو چارو وزير بوريس جانسن په يوه مقاله کې چې ټايمز مجله کې يې خپره کړې ده په سعودي کې د محمد بن سلمان د اوسنيو اصلاحاتو په اړه نظر څرګند کړی دی.

جانسن دغه راز په ليکنه کې يادونه کړې ده چې په دويمه نړيواله جګړه کې د انګلستان لومړي وزير، وېنسټن چرچيل، په ۱۹۴۵م کال کې سعودي عربستان ته تللی و او د دغه هېواد د وخت له پاچا، عبد العزيز آل سعود، سره يې وکتل.
هغه زياته کړې ده چې چرچيل په دغه سفر کې زمزم اوبه وڅښلې او وروسته يې وويل چې دغه اوبه دومره خوندورې وې چې ژوند کې مې دغسې اوبه نه وې څښلې.
د انګلستان د بهرنيو چارو وزير په دغه مقاله کې ويلي دي چې په سعودي کې له نويو اصلاحاتو سره د انګلستان حکومت موافق دی او دوی تل د دغه ډول اصلاحاتو اړتيا حس کوله.



اعلان