ولسي جرګه نن درېیم غېر قانوني کال پېلوي

افغانستان

ولسي جرګه نن درېیم غېر قانوني کال پېلوي

239

تمه ده چې افغان ولسي جرګه به نن اتم کال پېل کړي. دا به د دوی درېیم غېر قانوني کال وي.

ولسمشر اشرف غني به د پرانېستې مراسمو کې حضور ولري.

د اساسي قانون له مخې په ۱۳۹۴ ز کال د ولسي جرګې پنځه کلنه موده پای ته رسېدلې او باید پر خپل مهال ټاکنې شوې وای، خو د حکومت دننه اختلافات د ټاکنو د ځنډېدو لامل شو.

قانون پوهان وایي چې دوی د هېواد اساسي قانون تر پښو لاندې کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسون ویلي چې د ۱۳۹۷ ز کال د چنګاښ(سرطان) په ۱۶ به راتلونکې ټاکنې وشي.



اعلان