امريکايي ډپلومات: د بهرنيانو د وتو دقيقه نېټه ټاکل د افغانستان سوله اسانوي

افغانستان

امريکايي ډپلومات: د بهرنيانو د وتو دقيقه نېټه ټاکل د افغانستان سوله اسانوي

483

مشهور امريکايي ډپلومات رول مېلر څرګنده کړې ده، چې د بهرنيانو له لوري افغانستان نه د خپلو سرتېرو د ويستلو دقيقه نېټه ټاکل د دې هېواد له سولې سره مرسته کولی شي.

د ويسا ورځپاڼې له راپور سره سم رول مېلر چې افغانستان او پاکستان کې يې دندې ترسره کړې دي، له امريکا غوښتي دي، چې د سولې د خبرو د پيل لپاره دې د خپلو ځواکونو د وتلو کره نېټه په ګوته کړي.

د سولې خبرو کې د ښکېلو لوريو بې باورۍ ته په کتو دې امريکايي ډپلومات ويلي: «د دې لپاره چې طالبان د سولې خبرو ته لېواله او چمتو شي، نو امريکا بايد په څرګند ډول دا خبر مطرح کړي چې د سولې د رامنځته کېدو په صورت کې به يې ځواکونه په څومره وخت کې له افغانستانه وځي».

د هغه په اند دا چاره کولی شي د سولې د منځته را تګ پيل شي.

ياد امريکايي ډپلومات دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو په ځلونو ټينګار کړی، چې تر څو پورې بهرني سرتېري په افغانستان کې وي، د دوی جګړه به روانه وي.



اعلان