چرګ خوړل روغتیا ته کومې ګټې لري؟

روغتیا

چرګ خوړل روغتیا ته کومې ګټې لري؟

1041

دا پوښتنه له ډېرو خلکو سره ده چې چرګ خوړل روغتیا ته ګټه لري، که زیان؟

دغه سپينه غوښه ډېره زیاته خوړل کېږي او د خلکو له خوښو خوراکونو څخه یو دی.

پوهان د چرګ خوړلو لاندې ګټې وړاندې کوي.

د پروټينو ترلاسه کولو ښه خوراک

چرګ پروټين لري چې دغه پروټين د عضلاتو په جوړولو/پياوړي کولو کې مهم رول لوبوي. پروټين له دې سربېره د هډوکو په جوړولو کې هم برخه اخلي او له بدن څخه زهري مواد وباسي.

د ارامۍ احساس

په چرګ کې امینو اسید ترايپتهون موندل کېږي چې انسان ته د ارامۍ او سکون احساس ورکوي. د چرګ له خوړلو سره په مغزو کې د سیروټونین د کچې د لوړوالي شونتیا وي چې د انسان په طبعیت (مزاج) باندې مثبت اغېز پرېباسي.

د ناروغیو خلاف مزاحمت کول

چرګ د سیلینیم د ترلاسه کولو ښه وسیله ده. دا داسې انټي اکسیدانت دی چې د عمر د زیاتوالي پورې تړلو ناروغیو لکه جسمي کمزورۍ، د وینې د شریانونو او د مغزو پورې د تړلو مسئلو(ناروغیو) په مخه نیولو کې مرسته کوي.

د کولیسټرولو د کچې کمول

چرګ ویټامین بي ۳ لري. دغه ویټامین بدن کې شته کاربوهایډریټ په انرژۍ بدلوي. همداراز بدن کې د روغتیا له پاره د زیان رسوونکو کولیسټرولو کچه کموي چې په دې سره د زړه د ناروغیو ګواښ کمېږي.

یادونه: چرګ ډېرې ګټي لري؛ خو احتیاط هم اړین دی. چرګ له سم او مناسب څخه راونیسئ. د چرګ د پخولو له پاره زیاتې تودوخې (اور) ته اړتیا ده. چرګ ښه سم پوخ کړئ، داسې چې کوم ځای يې خام پاتې نه شي؛ ځکه خام خوړل يې روغتیا ته زیان رسوي.

 



اعلان