د بېلا بېلو انځورونو شرعي حکم څه دی؟

اسلام

د بېلا بېلو انځورونو شرعي حکم څه دی؟

704

الحمد لله الذي علمنا ما لم نكن نعلم وفضلنا على كثير من خلقه وقدم وجعلنا ممن يقتدي به ویأتم وصلى الله على محمد وآله وسلم..!

وبعد: زما مولوی عبرت مهاجر څخه یوه ملګری د تصویر په اړه معلومات غوښتی وه، نو ما هم د خپل علم او توان په اندازه دا مشت نمونه خروار معلومات را غونډ کړل، هیله لرم چې تاسو هم د موضوع په اړه لږ څه بصیرت ورځینی ترلاسه کړئ!

(1) لمړی د مجسم او غیر مجسم تصویرونو په اړه!

د دغه تصویرونو په اړه په فتح الملهم کي /4/159 د امام مالک رحمه الله څخه یو روایت داسې نقل شوی دی، وایي هغه تصویرونه چې سایه (سيوری) نه لري جائز دي، یعني هغه تصویرونه چې مجسم نه وي، لکه په کاغذ یا جامو باندې نقش شوی تصویرونه، حرام نه شو ورته ویلای.

البته د داسې تصویرونو جوړول او استعمالول بیا هم له کراهیة تنزیهي څخه خالي نه دي.

د امام مالک رح د مذهب ډیرو علماو همدغه روایت مختاره او غوره بللی.

امام مالک رحمه الله د ځان لپاره دا حدیث شریف دلیل ګرځوي:

عن عبيدالله بن عبدالله أنه دخل علی أبي طلحة الأنصاری یعوده فوجد عنده سهل بن حنيف، قال فدعا أبو طلحة إنسانا ينزع نمطا تحته، فقال سهل لم تنزعه؟ قال لأن فیها تصاویر، وقال فیه النبي صلی الله علیه وسلم، ما قد علمت قال سهل: أو لم یقل ألا ما کان رقما في ثوب؟ قال بلی ولکنه أطيب لنفسي. السنن الکبری للنسائې 5 498.

ژباړه، عبيدالله بن عبدالله وایې چې یو ځل د ابوطلحه انصاري پوښتني ته ورغلم، هلته سهل بن حنيف هم موجود و، ابوطلحه یو تن را وغوښتل، چې له ده نه لاندې کالي ليري کړي. سهل ورته وویل: ولي یي ليري کوې؟ ابوطلحه ورته وویل ځکه چې په دې جامه کې تصویرونه دي او د تصويرونو په اړه خو پيغمبر صلی الله علیه وسلم هغه څه ویلي دي، چې ته هم په خبر یې. یعني د تصویر د حرمت په هکله. سهل ورته وویل: ولي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د تصویر د حرمت سره د الا ما کان رقما في ثوب استثناء نه وه کړې؟. یعني هغه تصویرونه چې په جامو کې وي پروا نه لري.

ابوطلحه رض ورته وویل: هو پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه خبره ورسره کړې مګر زه د خپل ځان لپاره دا خوښوم چې داسې جامي استعمال نه کړم.

امام مالک رحمه الله تعالی او د هغه د مذهب نور علماء کرام له دې حديث څخه استدلال کوي، چې په حديث کې د (الا ماکان رقما علی الثوب) له جملي څخه د غیر مجسم تصویرونو د جواز خبره بېخي ښکاره ده، البته هغوی د مجسم او سایه‌دار تصویرنو د جوړښت او استعمال په اړه د حرمت قائلین دي.

او د امام اعظم رحمه الله او امام شافعي رحمه الله، امام احمد رحمه الله او نورو علماو په مذهب د تصویر لومړی قسم او دوهم قسم یعني مجسم او غیر مجسم دواړه حرام دی، د دوی استدلال هغه عمومي احادیث دی چې تصویر مطلق په کي ذکرشوی، کوم فرق په کې نه دی ذکر شوی، لکه چې په یو حدیث کې راځي:

نهی رسول الله صلی الله علیه وسلم عن الصورة في البیت ونهی أن يصنع ذلک. رواه الترمذي ص 389:

او په بل حديث کې بیا وایې:

(من صور صورة عذبه الله) دوی وایي په دغه ډول حديثونو کې د مجسم او غیر مجسم فرق نه ده ذکر شوی.

نو لهذا دغه احادیث د مطلق تصویر په حرمة باندې ښکاره دليلونه دي.

همدارنګه دغو علماء د حضرت أم المؤمنین عائشې صديقې رضي الله تعالی عنها څخه په هغه روایت باندې هم استدلال کوي، چې فرمایې: یو وار ما په خپله خونه کې یوه داسې پرده را ځړولې وه، چې په تصویرونو منقشه وه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خونې ته راغی او سترګې یې په پرده ولګيدې، نو ودریده او بیا یې په سختي سره منعه وفرمایله.

په یوه بل روایت کې راځې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم رنګ ډیر متغیر شو او ویې فرمایل تر څو پوري چې دي دغه پرده لیري کړي نه وي زه به کوټې ته نه شم داخل.

له دي حديث څخه معلومیږي چې دغه تصویرونه په پرده باندي نقش و او پیغمبرصلی الله علیه وسلم منعه ځیني وکړه!

البته د امام مالک رح د مذهب د علماو له طرفه په دغه استدلال دوه اعتراضونه موجود دي،

1: اول دا چې کیدی شې دغه تصویرونه په داسې ډول په پرده کې جوړشوي وي چې سایه ولري او دا چې دغه تصویرونه بي سایې و نو په دي اړه په حدیث کې کوم دلیل نه شته.

2: دوهم دا چې دغه حديث له عايشي رضی الله تعالی عنها څخه قاسم بن محمد روایت کړی قاسم بن محمد خپله د دې قائل دی چې بي سایې تصویر جائز دی.

همدارنګه د اصول الفقه د علم قاعده دا ده چې کله یو راوي د خپل روایت شوي حديث په خلاف فتوی ورکوي نو مطلب دا وي چې دغه حديث منسوخ او یا هم مؤول دی.

په هر صورت د امام مالک د مذهب ډیری علماو د امام مالک رحمه الله همدغه روایت ته ترجيح ورکړې ده.

د اثبات لپاره دعلامه آبي رح شرحه د جامع مسلم 5 394 او التاج والاکلیل 44 او تکملة فتح الملهم: 4159 وګورﺉ.

البته علامه محمد تقي عثماني مد ظله لیکي، چې احتېاطا بیا هم د جمهورو قول راجح او محطاط دی. تقریر ترمذي ص 2348.

پورته لیکنه او بحث په دي اړه و چې آیا په کاغذ او یا جامه باندي د ذي‌روحو شیانو جوړ شوی انځور د تصویر حکم لري او کنه؟

اوس به د کیمرې د تصویر په اړه خبره وکړو، چې آیا دغه انځورونه د تصویر په حکم کې دي او که نه؟ په دې اړه به د معاصرو فقهاو اقوال درته ذکر کړو.

د وخت د ډيرو معاصرو فقهاو رایه دا ده، چې د آلي په بدلون سره د شي حکم تغیر نه خوري، لهذا د کیمري په ذریعه سره اخستل شوی انځور هم تصویر دی. او څرنګه چې تصویر د همدغو علماو په نزد جائز نه دی نو باید د کیمري د تصویر څخه هم په کلکه ډډه وشي..

البته د مصر یو متقي عالم او مفتي علامه محمد بخيت رحمه الله په دې اړه یوه رساله لیکلې چې نوم یې دی (الجواب الشافي في اباحة صورة فوتوغرافي). نوموړي په دې رسالة کې لیکلي چې د کيمرې په توسط اخيستل شوی انځور د تصویر په حکم کې نه راځي، ځکه په حدیثو کې چې د تصویر د ممانعت کوم علت ذکر شوی، هغه (مشابهة بخلق الله تعالی) دی او مشابهة بخلق الله تعالی هغه مهال راځې چې یو تن د خپل تصور او تخیل او د خپل ذهن په توسط په خپل لاس سره کوم تصویر جوړ کړي.

او ښکاره خبره ده چې د کیمري په تصویر کې دغه تخیل او تفکر دخل نه لري. بلکې په کيمره کې د الله تعالی د یوه مخلوق چې له وړاندې لا موجود دی، د هغه یو عکس او سایه خوندي کول دي.

لهذا د مشابهة بخلق الله علت دلته نه موجوديږي، بلکې دلته حبس الظل یعني د سایې خوندي کول راځې، چې دا په خپل ځای یو جايز شی دی.

د علامه بخیت رحمه الله دغه فتوا د هماغه وخت زیاتره عرب او مصري علماو تائید کړه او تر اوسه پورې یې د سیمي او اړوند عرب ملکونو ډیر علماء لا پسي تاييدوي چې له همدغه علماو څخه علامه ابن عثیمين او علامه عبدالرحمن هم دي.

البته دغه خبره هغه مهال هم ځینو علماو بالخصوص د هند او پاکستان زیاترو علماو دغه رایه نه ده تائيد کړې بلکې د دي په اړه یې بیلا بیل دلائل وړاندي کړي. لهذا د زیاترو علماو په نزد په کیمره باندي د اخستل شوي انځور حکم هم د تصویر دی او پرهیز ځیني کول ضروري دی. تقریر ترمذي 2 350.

د اړتیا پر مهال د تصویر د اخستلو حکم:

البته له وړانديني اختلاف څخه یوه خبره دا رامینځ ته شوه چې د تصویر د جواز او عدم جواز خبره له دوو وجو څخه (مجتهد فیها) مسله جوړه شوه.

یو له دي امله چې په موضوع کې د امام مالک رحمه الله اختلاف دی، چې وړاندي یې یادونه وشوه. دوهم دا چې د کیمري د تصویر په اړه د علامه بخيت رحمه الله فتوی او بیا د ډیروعلماو څخه د دغي فتوا تائید دی.

لهذا چیري چې عامه ضرورت وي، لکه د پاسپورټ، پيژندني کارت او داسې نور چې د تصویر څخه پرته دا کار نه شې کیدلی، نو هلته په دغه صورتونو کې د جواز حکم دی، البته د اړتيا څخه پرته باید نه شي استعمال.

را به شو د تلویزیون د تصویرونو په اړه مسلې ته:

سره له دي چې د تلویزیون استعمال ډیر زیات مفاسد او خرابۍ لري چې علماو یې استعمال ممنوع او ناجائز ګڼلی.

البته د تلویزیون د تصویر په اړه د علماو رایې مختلفي دي.

لمړی بايد دا وپیژنو چې په تلویزیون باندې وړاندي کیدونکي پروګرامونه دري ډولونه لري .

۱: که په تلویزیون کې داسې تصویر وړاندي کیږي چې له وړاندي د تصویر په شکل کې موجود وي هغه په لویه یا کوچنی شکل کې وړاندي کوي نو د دي ډول انځورونو حکم هماغه د تصویرونو حکم دی.

۲: دوهم هغه پروګرام چې په ژوندۍ بڼه خپريږي یعني د تصویر او انځور یا ثبت واسطه نه وي په کې، لکه یو تن چې تقریر کوي یا خبري کوي او نېغ په نېغه خپريږي، نو په دي اړه صحیح رایه دا ده چې دغه حالت د تصویر نه دی، ځکه چې تصویر هغه شی دی چې علی صفة الدوام په یو شی باندي موجود وي، او که یو تصویر دغه صفات ونه لري نو هغه تصویر نه بلکې عکس ګڼل کیږي.

هغه تصویرونه چې په ويډیو کې خپريږي!

۳:هغه تصویر چې په ويډيو کیسټ کې خپریږی، مثلاً د یوه عالم تقریر او د هغه د تصویرنو ذرات (يعني ذري) واخستلي شی او په ويډیو کیسټ کې محفوظي شي او بیا په همدغه حالت باندي پریښودل شې چې بیا هماغه منظر او تصویرونه لیدل کیږي، نو علامه عثماني صاحب لیکې: زما په آند دغه حالت ته هم تصویر نه شې ویل کیدای ځکه کوم شی چې په ويډیو کیسټ کې محفوظ کیږي، هغه صورت نه دی بلکه برقي ذرات دي.

همدا وجه ده که چیري یو تن په خوردبین کې هم د کیسټ په تارونو کې وګوري نوهيڅ چیري به تصویر یا عکس ورته ښکاره نه شي.

لهذا که په دي اړه (ويډیو کې) یو صحیح پروګرام چې في نفسه جائز وي، وړاندې کیږي، نو بیا یې لیدل جائز دي.

نوټ: پورته بحث او څیړنه د فقیه العصر مولانا تقي عثماني مدظله العالي د تقریرترمذي 2/350....348 څخه اختصاراً اخستل شوې.
والله اعلم وعلمه اتم!

حرره ونقه ابو ادریس عبرت المهاجر مقیم پیښور پاکستان

١٤٣٩/٦/٥ هق



اعلان