د مسلمانېدو پر لور د امريکايي اداکارې يو بل ګام

اسلام

د مسلمانېدو پر لور د امريکايي اداکارې يو بل ګام

1227

مشهورې امريکايي اداکارې لينډسي لوهان د انګلستان پلازمېنه لندن کې په فېشن اوونۍ کې د جامو وړاندې کولو پر مهال حجاب اغوستی و او په دې سرګرميو کې يې ونډه واخيسته.

د فبېرورۍ په ۱۷مه کېدونکې د جامو دا ننداره د «Haute Elan» جامو شرکت له لوري ترسره کېږي چې تېر کال يې پيل وشو. په دې ننداره کې د ټولې نړۍ ساده جامې نندارې ته وړاندې کېږي او پر دې سربېره بېلا بېل حجابونه هم ښودل کېږي.

امریکايي مشهورې اداکارې چې په دې فېشن اوونۍ کې يې ګډون کړی و، بي بي سره خبرو کې ويلي، چې «د جامو وړاندې کوونکې نه بايد هر وخت بربنډه وي» او شونې ده چې د پياوړو مېرمنو تر څار لاندې ښايسته پاتې شي. هغې د خبرو پر مهال تور حجاب پر ځان کړی و.

لوهان له ډېرې مودې راهيسې د اسلام پر مطالعه بوخته ده او د قران کريم د ترجمې نسخه څو ځل د هغې په لاس کې ليدل شوې ده.

دې ۳۱ کلنې اداکارې په تېره جنورۍ کې له انسټاګرام څخه خپل ټول انځورونه حذف کړل او پر خپل پروفايل يې د «السلام عليکم» جمله وليکله.
لوهان وړاندې اسلام ته د ميلان په اړه غږېدلې ده او تر اوسه يې د اسلام د منلو يا نه منلو په اړه څه نه دي ويلي.



اعلان