امریکا، هند، جاپان او استرالیا د چین د یو سړک-یو کمربند پر بدیل خبرې کوي

راپورونه

امریکا، هند، جاپان او استرالیا د چین د یو سړک-یو کمربند پر بدیل خبرې کوي

582

په استرالیا کې د Australian Financial Review مجله کې خپرې شوې یوې مقاله کې ویل شوي چې استرالیا، هند، جاپان او امریکا د چین د یو سړک-یوکمربند د سترې اقتصادي پروژې په مقابل کې پر یوه بدیل باندې خبرې کوي.

مقاله کې د استرالیا د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي په حواله ویل شوي چې دغه پروژه به بدیل وي، نه د چین د پروژې مخالفه. دغه چارواکي چې نوم يې نه دی څرګند شوی ویلي چې هېڅوک نه وايي چې چین دې د یو سړک-یو کمربند پروژه نه جوړوي.

د استرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.

چین په سیمه کې د میلیاردونو ډالرو د یوسړک-یو کمربند پروژه پلې کوي چې د منځنۍ اسیا او ترکيې په ګډون د اروپا ځینې هېوادونه په کې شامل دي.

داسې ګومان کېږي چې امریکا او نور هېوادونه د چین د نفوذ د کمولو او یا له منځه وړلو له پاره دغه پروژه پلې کوي.



اعلان