جمعيت د بل ګوښه شوي والي پر سر هم د ارګ پر وړاندې ودرېد

افغانستان

جمعيت د بل ګوښه شوي والي پر سر هم د ارګ پر وړاندې ودرېد

380

د افغانستان د جمعيت اسلامي ګوند غړو څرګنده کړې ده، چې د سمنګانو د والي عبدالکريم خدام د ګوښه کولو په اړه د ارګ پرېکړه ورته منلې نه ده.

ښاغلی خدام د جمعيت د رهبري شورا غړيتوب لري او ۱۰ مياشتې وړاندې د سمنګانو د والي په توګه ټاکل شوی و.

ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې نوموړی له خپلې دندې ګوښه او پر ځای يې بل والي وټاکه. خو خدام تېره ورځ بي بي سي سره خبرو کې ټينګار وکړ، چې له خپلې دندې به لرې نه شي او د جمعيت ګوند او ترکمن قوم د پرېکړې انتظار به وکړي.

خدام ځان د ترکمن قوم يوازينی والي بللی، چې په وينا يې خلک يې د ګوښه کولو له امله اندېښمن دي.

جمعيت ګوند هم نن د يوې اعلاميې خپرولو په ترڅ کې ويلي، چې ښاغلی خدام د ملي يووالي حکومت د هوکړې پر اساس والي ټاکل شوی او دا چې جمعيت د دې حکومت د جوړښت يو لوری دی، د خدام د ګوښه کولو پرېکړه ردوي.

دې ګوند د ولسمشر غني دا پرېکړه هېواد کې د تاوتريخوالي ډېرولو لامل او د ملي يووالي حکومت د هوکړه ليک خلاف بللی دی.



اعلان