کيري: د سعودي پاچا رانه پر ايران د بريد غوښتنه کړې وه

سيمه او نړۍ

کيري: د سعودي پاچا رانه پر ايران د بريد غوښتنه کړې وه

619

د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير جان کيري څرګنده کړې ده، چې د سعودي پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزيز را نه غوښتي وو، چې امريکا دې پر ايران يرغل وکړي. کيري دا څرګندونې د المان په ميونيخ کې د امنيتي غونډې په ترڅ کې کړې دي.

هغه زياته کړې ده چې ملک عبدالله خپله ما ته وويل: «يوازينی شی چې تاسو يې له ايران سره کوئ هغه پرې بريد دی». د کيري په وينا دا د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر خبره ده، هغه مهال چې د سيمې هېوادونه د ايران د اتومي پروګرام په اړه اندېښمن وو.

جان کيري دې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې واشنګټن هغه مهال دا غوښتنه ځکه ونه منله، چې ايران وار له مخه د يورانيمو غني کول پيل کړي و او نظامي بريد دا پرمختګ نه شو ودرولی. هغه په ورته وخت کې دې ته اشاره کړې، چې د مصر پخواني مشر حسني مبارک هم وروسته همدا غوښتنه وکړه، خو د ايران د يورانيمو غني کولو بشپړېدا ته يوازې دوه مياشتې پاتې وې.

کيری هغه مهال د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه ايران سره د اتومي هوکړې يو لوری و، چې د ايران او د «۵+۱» هېوادونو تر منځ کېده، چې هغه امريکا، روسيه، انګلستان، فرانسه، چين او المان دي.

دا په داسې حال کې ده چې ايران د سعودي پر اوسني حکومت تور پورې کوي، چې پر ضد يې د هغه پلان مالي ملاتړ کوي، چې امريکا، انګلستان او اسراييلو د ايران پر ضد جوړ کړی دی.



اعلان