څېړنه: د پلرونو تشويش (خپګان) د هغوی سپرم کې تغير راولي

روغتیا

څېړنه: د پلرونو تشويش (خپګان) د هغوی سپرم کې تغير راولي

460

يوې نوې امريکايي څېړنې څرګنده کړې ده، چې هغه پلرونه چې له تشويش يا خپګانه ځورېږي، د مختلفو جينيتيکي صفاتو لرونکي سپرم (چې کوچنی ترې زېږي) توليدوي، چې ښايي دا پر هغو کوچنيانو هم اغېز ولري چې دماغي بدلون په کې وي.

څېړنه د ميريلانډ پوهنتون د دماغو يوې پوهې ټريسي بابل ترسره کړې ده، چې پر موږکانو ازمويل شوې ده او د ساينس د پرمختګ اړوند د امريکايي ټولنې کلنۍ غونډې ته وړاندې شوه.

له څېړنې سره سم هغه بدلونونه چې د خپګان او تشويش له امله د پلرونو په سپرمو کې رامنځته کېږي، کوچنی دې ته چمتو کوي چې په يوه له خپګانه ډکه ټولنه کې وزېږي، هغه ټولنه چې پلار يې په کې اوسېږي.

د کوچني له جوړښت او ودې وروسته، د دې چارې تعبير داسې کېږي، چې د کوچني د دماغو هغه برخه کې بدلون راولي چې له فشار سره مخ دی.



اعلان