سعودي: ښځې د محرم له اجازې پرته سوداګري کولای شي

راپورونه

سعودي: ښځې د محرم له اجازې پرته سوداګري کولای شي

362

د سعودي د سوداګرۍ وزارت وايي چې سعودي مېرمنې نور په دغه هېواد کې د سوداګرۍ د پېل له پاره له محرم یا سرپرست (ولي) څخه اجازې ترلاسه کولو ته اړتیا نه لري.

د عرب نیوز د راپور پر بنسټ، وزارت ویلي چې ښځې د سوداګرۍ په پېلولو کې خپلواکې دي.

په ټوېټر کې یو شمېر ښځو د حکومت د دغه ګام هرکلی کړی دی.

سعودي کې د محمد بن سلمان د ولیعهدۍ له پېل وروسته د نورو بدلونونو تر څنګ ښځو ته یو شمېر ازادۍ ورکړل شوي دي.

سعودي کې ښځو ته د موټر چلولو او لوبغالو ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې وه چې دا اوسنی ګام يې وروستی دی.

 



اعلان