د ملي یووالي حکومت د کاري دورې د غځولو اوازې

نظر او تحليل

د ملي یووالي حکومت د کاري دورې د غځولو اوازې

330

تېره اوونۍ رسینو د ځينو سرچینو له قوله داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې امریکا او ورسره د ملي یووالي حکومت مشران هڅه کوي، څو د يوې قیادي شورا په رامنځته کولو سره په افغانستان کې د اوسني حکومت موده د راروانو ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو پرته، پنځه کاله نوره هم وغځوي.

په دې تړاو ګنګوسې هغه مهال زیاتې شوې، چې ولسمشر اشرف غني له ځینو سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو سره جلا جلا ملاقاتونه وکړل؛ خو د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند شاه‌حسین مرتضوي د دغو راپورونو په ردولو سره وویل، چې له سیاسي او جهادي مشرانو سره د ولسمشر لیده کاته، د ملي او نړیوالو مسایلو په اړه د مشورو لپاره وو او هغه اوازې یې رد کړې، چې ګواکې د ملي یووالي حکومت د ټاکنو پر ځای د قیادي شورا په جوړېدو سره غواړي د حکومت موده وغځوي.

د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار، چې تازه يې له ولسمشر سره کتلي دي، د يوه خصوصي ټلويزيون له مشرتابه سره په کتنه کې د ټاکنو پر ځای د قيادي شورا د جوړولو طرحه ناکامه بللې او د داسې شورا له جوړېدو سره يې مخالفت کړی. داسې برېښي چې له ولسمشر سره د ښاغلي حکمتيار په ملاقات کې دا خبره مطرح شوې ده. د دې ترڅنګ د حراست او ثبات شورا وياند مسعود ترشتوال هم په دې تړاو څرګندونې کړې دي. عبدالرب رسول سياف، چې د دغې شورا مشرتابه غړی دی، له ولسمشر سره يې کتلي دي.

د ملي یووالي حکومت د څه باندې دریو کلونو له تېرېدو سره، ډېری هغه ژمنې چې د همدغه حکومت د جوړېدو په هوکړه‌لیک کې یې په عملي کېدو ټینګار شوی و، تراوسه نه دي عملي کړې، چې یو اصلي لامل یې هم د حکومت کمزوری حاکمیت بلل کېږي. له همدې کبله اوس د حکومت له‌خوا د ولسمشريزو ټاکنو د نه ترسره کولو په تړاو هم اندېښنې راټوکېدلې دي.

دلته د ملي يووالي حکومت پر تېره څه باندې درې کلنه دوره، د دغه حکومت د مشرانو له‌خوا ولس ته په ورکړل شوو ژمنو او د دغه حکومت پر راتلونکي شننه لولئ.

 

د ملي یووالي حکومت ژمنې

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند د قیادي شورا د جوړېدو په اړه وایي: «ولسمشر هوډ نه لري چې د قانوني مودې تر بشپړېدو وروسته خپل کار ته دوام ورکړي او موږ په خپل وخت د ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن یو.» اوس پوښتنه دا ده چې د ملي یووالي حکومت په تېرو څه باندې دریو کلونو کې څومره د خپلو کړو ژمنو عملي کېدو ته ژمن پاتې شوی؟

د ملي یووالي حکومت، د هېواد په تاریخ کې له تر ټولو اوږدې او جنجالي ټاکنیزې پروسې وروسته، د دوو ټاکنیزو ډلو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کیري په منځګړیتوب د سياسي هوکړه‌لیک پر بنسټ رامنځته شو. د دغه هوکړه‌لیک څو مهم ټکي، چې باید عملي شوي وای، په لاندې ډول دي:

لومړی؛ د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې رابلل: د ملي یووالي حکومت د هوکړه‌لیک پر بنسټ دواړو لورو ژمنه کړې وه، چې په دوو کلونو کې دننه به د اساسي قانون د تعديل لپاره لویه جرګه راغواړي، ترڅو په اساسي قانون کې د اجرائيه رياست څوکۍ قانوني کړي.

اوسمهال د ملي یووالي حکومت له جوړېدو څه باندې درې کاله تېرېږي؛ نه دا جرګه راغوښتل شوې، نه اساسي قانون تعدیل شوی او نه هم په دې موخه د لویې جرګې د رابللو کومه نېټه ټاکل شوې ده؛ بلکې د دوو کالو په تېرېدو، یو ځل بیا د جان کیري په منځګړيتوب د اجرائیه ریاست موده تر پنځو کالو وغځېده.

دويم؛ د ټاکنیز سیستم اصلاح کول: د ملي یووالي حکومت په هوکړه‌لیک کې د ټاکنیز سیستم اصلاح، یوه مهه موضوع وه، چې حکومت یې په عملي کېدو کې تر ډېره پاتې راغی؛ د همدې پاتې راتلو له کبله پارلماني ټاکنې په وخت ترسره نه شوې او د ملي شورا کاري موده د قانون خلاف دوه ځله د یوه-یوه کال لپاره وغځېده.

اوس مهال چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د پارلماني ټاکنو لپاره د ۱۳۹۷ لمريز کال د سرطان ۱۶مه نېټه ټاکلې ده؛ ډېری نړیوال او داخلي بنسټونه په دې باور دي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون اوسنی کار او فعالیت، د راروانو ټاکنو پر خپل وخت او شفافه توګه ترسره کېدو لپاره بسنه نه کوي.

دريم؛ د برېښاني پېژندپاڼو وېش: د هوکړه‌لیک بله برخه د برېښنایي تذکرو د وېشلو لپاره ځانګړې شوې وه. د برېښنایي پېژندپاڼو وېش چې په هېواد کې د نورو برخو ترڅنګ د ټاکنو لپاره هم خورا مهم ګڼل کېږي، د دریو کالو په تېرېدو لا هم د ملي یووالي حکومت نه دی توانېدلی، چې د وېش لړۍ یې پیل کړي. دا مسله په هېواد کې ورځ تربلې سیاسي او قومي رنګ اخلي او داسې ښکاري چې دا پروسه به نوره هم وځنډېږي.

سره له دې، چې حکومت ډېرې نورې داسې ژمنې هم کړې، چې پکې پاتې راتلل يې د هېواد د اوسني بد وضعيت لامل شوي؛ خو د ملي یووالي حکومت د جوړېددو په سياسي هوکړه‌لیک کې پورته ذکر شوي څو ټکي هغه موارد دي، چې که عملي شوي وای، ښایي په هېواد کې روانې ستونزې يې کمې کړې وای؛ خو برعکس د ملي یووالي حکومت مشرانو تر ډېره د هوکړه‌لیک پر هغو مادو زیات تمرکز درلود، چې د دوی ترمنځ د واک د وېش د څرنګوالي په اړه وې.

د ملي یووالي حکومت له لوري په خپلو کړو ژمنو عمل نه کول د دې لامل شوی، چې په داخلي او نړیواله کچه خپل باور له لاسه ورکړي او نور د دې تمه ونه شي، چې حکومت دې له دې وروسته هم په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

 

د ملي یووالي حکومت درې کلنه حکومتولي

د افغانستان په څېر یوه جګړه‌ځپلي هېواد کې د واک پر سر له زیاتو اختلافونو راوروسته د ملي یووالي په نوم د یوه اېتلافي حکومت رامنځته کېدو پرېکړه، له لومړي سره په هېواد کې د یوه کمزوري حکومت د رامنځته کولو بنسټ و.

که د ملي یووالي حکومت درې کلن مزل ته نظر وکړو، دا حکومت له جوړېدو سره سم د داخلي اختلافاتو ښکار شو. په لومړيو کې د دواړو ټاکنیزو ډلو د مشرانو (ولسمشر او اجراییه رئیس) ترمنځ او وروسته د دغو دوو ډلو دننه خپلمنځي اختلافات راوټوکېدل. دغه اختلافات د دریو کلونو په تېرېدو سره لا هم په یوه او بله بڼه روان دي، چې په وروستي مورد کې يې د سیمه‌ییزو حکومتي چارواکو او مرکزي حکومت ترمنځ د يوه سياسي بحران بڼه هم خپله کړې او د مرکز حکومت واک يې په لوړه کچه ننګولی دی.

د داخلي اختلافاتو ترڅنګ د ملي یوالي حکومت په رامنځته کېدو سره د هېواد امنیتي وضعیت د تېر په پرتله نور هم خراب شو. په هېواد کې د جګړې لمن له جنوب څخه شمال ته پراخه شوه او د تېر په پرتله په شمالي ولایتونو کې جګړې زور واخیست. کندوز هغه ښار و، چې د طالبانو د رژیم له راپرځېدو وروسته یې په لومړي ځل د ملي یوالي حکومت پر مهال سقوط وکړ او دوه ځله دا ښار د طالبانو لاس ته ورغی.

د دې ترڅنګ د حکومت تر کنترول لاندې سیمې کمې شوې، د پخوا په پرتله ملکي تلفاتو کچه لوړه شوه، اسلامي دولت “داعش” ډلې په هېواد کې فعاليت پيل کړ او په ډیر سرعت یې د هېواد له ختیځ څخه شمال او نورو سیمو ته پراختیا وکړه، دغه راز د افغان نظامیانو په تلفاتو کې هم د تېر په پرتله زیاتوالی راغی.

د سولې قضيه هم، چې په هېواد د روانې جګړې یوازینۍ حل‌لاره ګڼل کېږي، د تېر په شان د ملي یووالي حکومت پر مهال هم یوازې د شعار په توګه مخته وړل شوې او د جګړې دواړه لوري هېڅ داسې کوم عملي او ریښتني ګام اخیستلو ته نه دي تیار شوي، چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره د دروازې پرانیستلو لامل شي. د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې هڅه وکړه، چې د بهرني سیاست له لارې سولې ته ورسېږي. د همدغو هڅو په پایله کې د ارومچي، مري، څلور اړخیزو مذاکراتو، پګواش، کابل پروسې او نورې ښکاره او پټې ناستې شوې دي؛ خو تر دې دمه یې کومه مثبته پایله نه ده لرلې.

له بله پلوه، د امریکا له لوري د افغانستان او سوېلي آسیا په تړاو د نوې پوځي تګلارې اعلان، په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره شته هیلې هم له منځه یووړې، ځکه په دې تګلاره کې ښکاره په جګړه ټینګار شوی او سوله له پامه غوځول شوې ده.

د نورو برخو ترڅنګ د ملي یووالي حکومت پر مهال د افغانستان بهرنی سیاست تر ډېره غبرگوني او په هېواد کې له امنیتي وضعیت سره تړل شوی و. دغه راز بهرنی سیاست بې‌ثباته روان و او په یو شمېر برخو کې نامتوازن هم و؛ خو له همدغو ستونزو سره سره د ملي یووالي حکومت چې کومې لاسته راوړنې لري، نو تر ډېره د بهرني سیاست په برخه کې دي او په ځانګړې توګه د مرستو د راجلبولو، د انرژۍ د لېږد سیمه‌ییزو پروژو د کار پیلېدو او د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې له ځینو هېوادونو سره د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک کولو يادونه کولی شو.

 

د ملي یووالي حکومت راتلونکی

ورځ تر بلې زیاتېدونکې ناامنۍ، په لوړه کچه د حکومتي چارواکو ترمنځ ژور اختلافات او سیاسي بې‌ثباتي، مخ په ځوړ اقتصادي وضعيت او د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ لوړه کچه هغه موارد دي، چې اوسمهال د افغانستان ولس او دولت دواړه ورسره مخ دي. په تېرو دریو کلونو کې د همدغه وضعیت له امله د ملي یووالي حکومت ونه توانېده، چې خپلې کړې ژمنې عملي کړای شي؛ خو هغه څه چې د ملي یووالي حکومت تر دې دمه په کې بریالی بریښي، د دغه حکومت نيم‌ژواندی پایښت دی.

سره له دې چې په تېرو دریو کلونو کې د خلکو، سیاسي احزابو او نورو داخلي ډلو له لوري د ملي یووالي حکومت د کړنو پرضد، وخت نا وخت اعتراضونه، ګواښونه او لاریونه هم شوي؛ خو حکومت تر ډېره پام نه دی ورته کړی او له همدې کبله داسې برېښي، چې له دې وروسته به هم حکومت سياسي مخالفتونو او اعتراضونو ته پام ونه کړي.

دا چې اوس د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د نه ترسره کېدو او پر ځای يې د يوې قيادي شورا د جوړولو له لارې د حکومت د مودې غځولو ګنګوسې خپرېږي؛ داسې ښکاري، چې که راتلونکي پارلماني ټاکنې په وخت ترسره نه شي، ښايي دا ګنګوسې د حقيقت جامه واغوندي. په داسې حال کې چې اوسني کړکېچن سياسي او امنيتي وضعيت او په ټوله کې د حکومت کمزوري وضعيت ته په کتلو سره ښايي دا ټاکنې په وخت ترسره نه شي.

دغه وضعيت ته په کتلو سره دا تحليلونه تقويه کېږي، چې له ټاکنو پرته به د حکومت د مودې غځولو هڅه وشي او له بله پلوه، ښايي امريکا هم د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ تر پایه د همدغه حکومت دوام د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په خپله ګټه وبولي.

پای



اعلان