چینايي او امریکايي امنیتي چارواکو د امریکا پر اټومي بکس شخړه کړې وه

راپورونه

چینايي او امریکايي امنیتي چارواکو د امریکا پر اټومي بکس شخړه کړې وه

1230

تېر کال نومبر میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چین ته په یوه رسمي سفر تللی و.

د امریکا ولسمشر له ځان سره هغه اتومي بکس ګرځوي او باید چې دغه بکس ورته نږدې وي، په کوم کې چې د اتومي برید د کولو په اړه لارښوونې او اجازه ورکول شتون لري. دغه بکس د یوه پوځي له لوري لېږدول کېږي.

خو هغه مهال چې د امریکا ولسمشر چین کې د خپل سفر په دوران کې د Beijings Great Hall of the People ته ننوځي؛ نو چینايي امنیتي چارواکي د بکس مسوول شخص ته اجازه نه ورکوي چې له دغه بکس سره ننوځي. د دواړو لورو تر منځ فزیکي چلند او شخړه شوې وه.

امریکايي CNBC رسنۍ په یوه راپور کې چې وايي پنځو سرچینو تایید کړی، لیکلي، کله چې د امریکا د امنیتي برخې مشر جان کیلي له دغې مسئلې خبرېږي؛ نو امریکايي چارواکو ته وايي چې و نه درېږي او لاړ شي.

راپور زیاتوي چې یوه چینايي امنیتي چارواکي کیلي ونیوه؛ خو کیلي د هغه لاسونه ایسته کړل او بیا د امریکا د پټو خدماتو یو تن چینايي امنیتي چارواکی ونیوه.

امریکايي Axios رسنۍ زیاتوي چې دغه مسئله ژر حل شوه او چینایانو بیا بکس سره کار و نه لره. د چین د امنیتي سټاف مشر بیا له امریکایانو بښنه وغوښته.

سپينې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.