محقق: هویتونه باید و نه تپل شي

افغانستان

محقق: هویتونه باید و نه تپل شي

815

نن کابل کې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد د پوځ د وتلو په مناسب یوه غونډه جوړه شوې وه چې د اجراییه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق او د جمعیت ګوند یوه وتلي غړي یونس قانوني ورته ویناوې وکړې.

د محقق له خبرو داسې ښکارېده چې دی هم په تذکره کې د افغان کلمه ځایول نه مني. هغه وویل:"موږ افغانستانیان یو، د هر چا برخه باید مالومه شي او هویتونه باید و نه تپل شي".

د دغې غونډې جریان له اریانا نیوز څخه په ژوندۍ بڼه نشرېده.

محقق زیاته کړه چې  ټولو قومونو د دغه هېواد په جوړولو کې برخه اخیستې ده او ټول قومونه دې خپلو هیلو ته پرېښودل شي.

یونس قانوني وویل چې جهاد د افغانستان خلکو پېل کړ؛ خو ګاونډيو هېوادونو په کې خپلې ګټې ترلاسه کړې.

قانوني زیاته کړه، که چېرې جهاد نه وای؛ نو شورویان به پاکستان او د خلیج هېوادونو ته رسېدلي وای. قانوني د برهان الدین رباني په مشرۍ حکومت ښه نظام وباله؛ خو زیاته يې کړه چې یو شمېر تنظیمونو و نه شو زغملی.

د قانوني اشاره حزب اسلامي ته وه چې هغه مهال د رباني د حکومت له لویو مخالفو ډلو څخه و.

نوموړي وویل چې هېچا د نظام پرځولو ته ملا نه ده تړلې؛ ځکه د هغه په وینا روان نظام د مجاهدینو لاسته راوړنه ده.

قانوني د نظام د نه پرځولو خبره داسې مهال کوي چې د بلخ د ګوښه شوي والي سربېره نن د سمنګانو ولایت والي هم د حکومت له لوري د ده د ګوښه کولو فرمان و نه مانه.

عبدالکریم خدام وویل چې د ده پرېکړه به جمعیت ګوند کوي.