د پنتاګون د څار اداره: د افغانستان جګړه کې د بريا په اړه شکمن يو

راپورونه

د پنتاګون د څار اداره: د افغانستان جګړه کې د بريا په اړه شکمن يو

260

د پنتاګون د څار ادارې په خپل تازه راپور کې څرګنده کړې ده، چې د افغانستان په شپاړلس کلنه جګړه کې د امريکا د بريا په اړه شکمن يو.

د سپوټنيک دري له راپور سره سم د پنتاګون د عمومي مفتش د دفتر راپور کې د افغانستان جګړه کې د امريکا د بريا په اړه د شک څرګندونه شوې ده، چې د معلوماتو په ډاګه کولو باندې ايښودل شويو محدودیتونو د امريکا د ستراتېژۍ د اغېزمنتوب معلومول نور هم پېچلي کړي دي.

دغه راپور د امریکا د بهرنيو چارو وزارت او د متحده ايالاتو د نړيوالې انکشافي ادارې په همکارۍ چمتو شوی دی، چې په کې له دې خبرې اندېښنه ښودل شوې ده، چې د افغانستان د دولت تر ولکې لاندې سیمې نه دي پراخې شوي.

راپور ليکلي: «سره له دې چې دې هېواد کې د امريکايي ځواکونو شمېر ۳۵۰۰ تنه نور هم زيات شو، د افغانستان دولت ونه توانېد چې تر خپلې ولکې لاندې سيمه لږه هم پراخه کړي».

د راپور په بله برخه کې ويل شوي چې اوسمهال په دې اړه غږېدل وختي دي، چې ايا د ټرمپ نوې ستراتېژي به طالبان سولې ته کښېنوي که نه؟ «يوازې د علني بحث د مطرح کولو موضوع کې چې د ۲۰۱۹ تر پايه د افغانستان د ۸۰ سلنه وګړو د امنيت د تامين لپاره ده، افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې هېڅ پرمختګ نه دی کړی».

له دې راپور سره سم ګټور معلومات لکه د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېر د افغانستان د حکومت په غوښتنه پټ ساتل کېږي او دا د دې لامل ګرځېدلی چې د دې ستراتيژۍ ګټه راکمه کړي.

د راپور پر اساس ۲۰۱۷ کې امنيتي وضعيت خراب و، ۶۴ سلنه خلک د دولت تر ولکې لاندې سيمو، ۱۲ د طالبانو او پاتې نور د جګړو په سیمو کې ژوند کوي.

د پنتاګون د څار اداره دا راپور په داسې حال کې ورکوي، چې د امريکا د ملي استخباراتو د سازمان د همغږي کوونکې ټولنې مشر ډن کوټس تېره ورځ څرګنده کړه، چې په ۲۰۱۸ کال کې به د افغانستان وضعيت نور هم پسې خراب شي، چې ښايي د تېرو کلونو لاسته راوړنې له منځه يوسي.