يوې بلې فاحشې هم پر ولسمشر ټرمپ د ناروا جنسي اړيکو ادعا کړې

پام وړ

يوې بلې فاحشې هم پر ولسمشر ټرمپ د ناروا جنسي اړيکو ادعا کړې

532

د «پلی بوای» مجلې يوې پخوانۍ اداکارې کارين ماکدوګل ادعا کړې ده، چې امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورسره د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ ناروا جنسي اړيکې لرلې دي.

د نيويورکر ورځپاڼې له راپور سره سم مجلې هغه ۸ مخه ليکل ترلاسه کړي چې ۴۶ کلنې ماکدوګال په کې د هغې او ولسمشر ټرمپ تر منځ د ملګرتيا په اړه خبرې کړي.

ورځپاڼې څرګنده کړې ده چې اداکاره له دې حيرانه شوې ده، چې دا ليک تر موږ رسېدلی، خو په ورته وخت کې يې ټينګار کړی، چې ليک په خپله د دې په لاس ليکل شوی دی.

ماکدوګال څرګنده کړې ده، چې زه له «نېشنل اېنکوايرر ورځپاڼې سره د ۱۵۰ زرو ډالرو په قيمت يوې هوکړې ته رسېدلې وم، چې زما د کيسې حقوق را وپلوري، خو ورځپاڼې کيسه خپره نه کړه.

نيويورکر ورځپاڼې په ډاګه کړې ده، چې ټرمپ له ماکدوګل سره لاس انجلس کې د «پلی بوای» ماڼۍ دننه وکتل، دا وخت د ۲۰۰۶ کال جون مياشت وه او ميلانیا سره د هغه پر واده ۱ کال تېر و. ماکدوګل سره د ټرمپ دغو اړيکو د ۲۰۰۷ کال تر اپريل مياشتې دوام وکړ.

د امريکايي ورځپاڼې له راپور سره سم ماکدوګل دې ته اشاره کړې چې په دغو مياشتو کې د دواړو د ناروا جنسي اړيکو د پټ ساتلو سلا شوې وه، دا هغه وخت چې ټرمپ ځان د ولسمشرۍ لپاره کانديد کړ.

دا لومړی ځل نه دی چې ماکدوګل سره د ټرمپ د ناروا جنسي اړيکو په اړه خبره کېږي، د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې هم وال سټريټ ژورنال دا مطلب خپور کړ، خو اداکارې هغه مهال له تبصرې ډډه وکړه.

نيويورکر د ټرمپ د دې جنسي اړيکې مساله په داسې وخت کې راپورته کوي، چې لږه موده مخکې د سټېفاني کليفورډ په نوم يوې بلې فاحشې دا خبره رسوا کړه چې ولسمشر ټرمپ د دې لپاره د ۱۳۰ زرو ډالرو د ورکولو هوکړه ورسره کړې وه، چې هغې سره له جنسي اړيکو به يې پرده نه پورته کوي، خو دا ډالر هغې ته پر ټاکلي وخت ونه رسېدل.