فراه کې د طالبانو بريدونو کې ۸ تنه امنيتي سرتېري وژل شوي

افغانستان

فراه کې د طالبانو بريدونو کې ۸ تنه امنيتي سرتېري وژل شوي

272

د فراه ولايت چارواکو خبر ورکړی دی، چې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په بريدونو کې لږ تر لږه ۸ تنه امنيتي سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فراه د والي وياند ناصر مهري د پېښې د پخلي تر څنګ ويلي دي، چې د طالبانو ډلې د شپې له تيارې نه په ګټه اخيستو بالابلوک ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه زياتوي چې د پوليسو ۸ تنه امنيتي سرتېري چې د نظم عامه قطعې اړوند وو، طالبانو سره په دې شپږ ساعته جګړه کې وژل شوي دي، خو د طالبانو بريد پر شا تنبول شوی دی.

د فراه والي دا هم ويلي، چې جګړه کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او ښيي تر ۱۵ پورې غړي يې وژل شوي او ټپيان وي.

طالبانو د فراه د والي دا څرګندونې رد کړي او ادعا يې کړې چې د بالابلوک يو شمېر امنيتي پوستې يې نيولي او ۱۰ تنه امنيتي سرتېري يې وژلي دي.

ياده دې وي چې فراه د هېواد يو له نا امنه هېوادونو څخه ده، څه موده وړاندې د دې ولايت پخواني والي د ناامنيو د ډېرېدو له امله استعفا ورکړه او نوي والي په دنده پيل وکړ چې د طالبانو د ځپلو ژمنه يې هم وکړه.



اعلان