عطا نور: د یوه یون او څو نورو متعصبو له پاره ولس ته سپکاوی مه کوئ

افغانستان

عطا نور: د یوه یون او څو نورو متعصبو له پاره ولس ته سپکاوی مه کوئ

1102

د بلخ ګوښه شوي والي عطا محمد نور نن دغه ولایت کې د ترک قوم له یو شمېر مشرانو سره ولیدل او د تذکرو، هویت او د راتلونکې مظاهرې په اړه ورته وینا وکړه.

د اریانا نیوز د راپور پر بنسټ، عطا نور وویل:"د یوه (یون) او څو نورو متعصبو له پاره ملت له سپکاوي سره مه مخ کوئ".

عطا نور په خپلو خبرو کې د افغانستان د ملي تحریک د مشر او د کابل پوهنتون د استاد اسماعیل یون پخوانیو څرګندونو ته په اشاره وویل چې یو شمېر خلک ځینې نور (قومونه) په افغانستان کې ناقلین او کډوال بولي.

د عطا نور له څرګندونو داسې ښکارېده چې دی هم د نویو تذکرو د وېش مخالف دی او تذکرو کې د افغان کلمه ځایول نه مني. هغه وویل چې موږ یو او متحد ملت یو؛ خو زموږ هویت ته باید درناوی وشي.

نوموړي کابل ته د خپلو پلویانو د بیولو په اړه وویل چې هېڅ ځواک يې د میلیوني حرکت مخه نه شي نیولی. عطا نور زیاته کړه چې له زرګونو موټرو او موټر سایکلو سره به کابل ته لاړ شي او وبه ښيي چې د خپل حق د دفاع توان لري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په حواله ویل شوي چې لوړ پوړو حکومتي چارواکو د نویو تذکرو له پاره بایومټریک کړی او دغه پروسه روانه ده. د ارګ یوه ویاند ویلي وو چې حکومت به دغه پروسه په جدي توګه عملي کړي؛ خو داسې ښکاري چې د ارګ او د جمعیت ګوند په مشرۍ عبدالله عبدالله د نویو تذکرو له وېش سره مخالفت کوي.

د جمعیت ګوند مشران او د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې دوی جلا هویت لري او هغه تذکرې چې د دوی هویت په کې نه څرګندېږي، مخالفت به يې وکړي.

د ارګ په حواله ویل شوي چې ولسمشر، لومړۍ مېرمن او دویم مرستیال به سبا (یکشنبه) او یا دوشنبه نوې تذکرې ترلاسه کړي.