د جرمونو نړيواله محکمه: افغانستان کې د جنګي جرمونو له يو مليون ډېر شکايتونه ثبت شوي

افغانستان

د جرمونو نړيواله محکمه: افغانستان کې د جنګي جرمونو له يو مليون ډېر شکايتونه ثبت شوي

422

د جنګي جرمونو د څېړلو نړيوالې محکمې يا «ايې سي سي» خبر ورکړی دی، چې افغانستان کې يې د دې جرمونو په اړه له يو مليون ډېر شکايتونه ثبت کړي دي. د دې محکمې له راپور سره سم دا شکايتونه يوازې د دوو مياشتو او لسو ورځو په اوږدو کې ثبت شوي دي.

افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د شکايتونو پروسه د تېر کال د نومبر له ۲۰مې نېټې پيل شوه او د روان کال د جنورۍ تر ۳۱مې يې دوام وکړ، چې په همدې موده کې له يو مليون ډېر شکايتونه ثبت شول.

د جنګي جرمونو د څېړلو نړيوالې محکمې ويلي چې افغانستان کې د ۲۰۰۳ د مۍ له لومړۍ نېټې راهيسې شوي جنګي جرمونه او بشر ضد جنايتونه څېړي.

دغه محکمه په ۲۰۰۲ کال کې د نسل وژنې، بشر ضد جنايتونو، جنګي جرمونو او تېريو پر ضد په هالنډ هېواد کې جوړه شوه او افغانستان يې په ۲۰۰۳ز کې غړيتوب ترلاسه کړ.

ياده محکمه دا واک نه لري چې د ۲۰۰۳ کال د مۍ له لومړۍ نېټې وړاندې دا ډول پېښې وڅېړي.