امريکايي استخبارات: د افغانستان وضعيت به روان کال کې لا بدتر شي

راپورونه

امريکايي استخبارات: د افغانستان وضعيت به روان کال کې لا بدتر شي

274

د امريکا استخباراتي او معلوماتي ادارو څرګنده کړې ده، چې د افغانستان وضعيت به روان ميلادي کال کې لا بدتر شي.

«سياسي بې ثباتي، د وسله والو مخالفينو پرله‌پسې بريدونه، د افغان امنيتي ځواکونو کمزوري او د مالي سرچينو کمښت هغه بنيادي لاملونه دي، چې له امله به يې د افغانستان وضعيت لا پسې خراب شي».

د رويټرز له راپور سره سم د امريکا استخبارتي او معلوماتي ادارو ګواښ کړی چې د افغانستان وضعيت کې به ستر بدلونونه راشي او په ۲۰۱۸ کې به لا بدتر شي، چې ښايي د تېرو کلونو لاسته راوړنې له منځه يوسي.

د امريکا د ملي استخباراتو د سازمان د همغږي کوونکې ټولنې مشر ډن کوټس ويلي: «په ۲۰۱۸م کې به د امريکا د نظامي مرستو له ډېرولو سره سره افغانستان کې وضعيت لا بدتر شي».

دغه ټولنه چې د امريکا ۱۶ استخباراتي او معلوماتي ادارو نه جوړه ده، د دې هېواد د بهرني سياست او ټولنه نړۍ کې يې د امنيت لپاره فعاليت او څارنه کوي.

د ويسا له راپور سره سم د تېرې سه شنبې په ورځ د امريکا سنا ته وړاندې شوي استخباراتي راپور کې ويل شوي، چې سياسي بې ثباتي، د طالبانو او نورو وسله والو پرله‌پسې بريدونه، د افغان امنيتي ځواکونو کمزوري او د مالي سرچينو کمبود هغه بنيادي لاملونه دي، چې روان کال کې به د افغانستان وضعيت له بدو بدتر کړي.

د راپور پر اساس افغان ځواکونه به د سترو ښارونو کنټرول په لاس کې ولري خو د طالبانو ګواښونه به کم نه شي.



اعلان