پاکستان د پښتنو د لاريون په ملاتړ د ولسمشر غني څرګندونې لاسوهنه بللې

افغانستان

پاکستان د پښتنو د لاريون په ملاتړ د ولسمشر غني څرګندونې لاسوهنه بللې

766

پاکستاني چارواکو څرګنده کړې ده، چې ولسمشر غني هڅه وکړه چې اسلام اباد کې د پښتنو لاريون ته بل رنګ ورکړي.

ويسا ورځپاڼې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت له وياند نه په نقل خبر ورکړی چې په دې اړه د ولسمشر غني وروستي ټويټونه د پاکستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په معنا دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند محمد فيصل څرګنده کړې ده، چې د افغان ولسمشر له لوري د نقيب الله مسيد د وژنې پر قضيه خبرې د پاکستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې معنا لري. هغه ويلي چې ولسمشر غني غوښتل دغه لاريون ته بل رنګ ورکړي.

ښاغلي فيصل ويلي، چې د پښتنو لاریون د ټولنيزو مسايلو د اواري په پار او سياسي رنګ نه ورکول کېده.

د ډېورنډ کرښې ها خوا پښتنو د پاکستان پلازمېنه کې اوږد لاریون وکړ او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې غوښتنې يې ومني. د پاکستان حکومت وروسته له هغوی سره موافقې ته ورسېد او دغه لاريون وځنډېد.



اعلان