روسان چا وویستل؟

د پرون کيسه

روسان چا وویستل؟

508

د دلوې ۲۶ له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د پوځیانو د وتلو ورځ ده. دلته مهمه او ډېره بحث کېدونکې پوښتنه چې د بېلابېلو فکر لرونکو کسانو تر منځ پرې اختلاف دی، داده چې روسان چا وویستل؟.

شوروي یرغل

شوروي یرغل ناڅاپي وو. له وړاندې يې په اړه هېڅ پلان نه و جوړ شوی. هغه مهال په خپله شورویانو ویل چې دوی به په افغانستان کې د حکومت له پياوړي کولو او ثبات راوستلو وروسته بېرته ووځي.

سیمه کې د روسانو د پراختیا غوښتنې د سیاست پېل ان اتلسمې پېړۍ ته د لوی پطر مهال ته رسېږي چې ګرمو اوبو (هند سمندر) ته يې د ځان رسولو پلان جوړ کړی و. په نولسمه پېړۍ کې يې د منځنۍ اسیا خانۍ او ځايي حکومتونه یو په بل پسې ونیول، څو چې د افغانستان طبعي بریدونو (امو سیند) ته راورسېدل.

عام او تر ډېره منل شوی فکر همدغه دی چې شوروي غوښتل د افغانستان په نیولو ګرمو اوبو ته یو ګام نور هم نږدې شي.

له برتانيې سره (لویه لوبه) هم هغه څه و چې دوی يې د افغانستان سټراتيژيک موقعیت نیولو ته هڅول. که څه هم د نولسمې پېړۍ په پای کې روسانو د افغانستان له نیولو لاس واخیست او له برتانیې سره په یوه تړون کې يې افغانستان له خپل نفوذ څخه وویست؛ خو د شوروي یرغل پر مهال ځینو لویدیځو دېپلوماتانو خپلو حکومتونو ته ولیکلچې (لویه لوبه) شوروي وګټله.

د یرغل پر مهال کابل کې د خلقي امین واکمني وه چې د ډېرو په وینا یو پياوړی نشنلېسټ و چې د ځینو مخالفینو له لوري يې فاشیسټ هم بلل کېږي. زیاتره خلقیان پښتانه او ملتپالنه په کې پياوړې وه. د کارمل او نجیب په ګډون یو شمېر پرچمیان، چې امین شړلي او یا تښتېدلي وو، له شوروي پوځ سره یو ځای کابل ته راغلل.

ایډيالوژيکي ناسم چلند

واقعیت دادی چې له شوروي یرغل وړاندې او ان هغه مهال چې لا د پاچا ظاهر شاه واکمني وه، چپي شوروي پاله ډلو ځینې داسې کړنې وکړې چې د اکثریت افغان ولس له فکر او عقیدې سره برابرې نه وې. کابل پوهنتون، د کابل په سینما ګانو او یا ورځپاڼو کې داسې څه خپرول چې د عام فکر مخالف و او اکثریت ټولنه د دغه څه منلو ته چمتو نه وه، په خپله د چپي افکارو لرونکو په زیان واوښتل.

د چپي ډلو له لوري په ناسم مهال کې په دغومره افراطي ډول د خپلې ايډيالوژۍ تبلیغ او د ټولنې د یوې لويې کتلې پر ضد څرګند دریځ غوره کولو له اسلامیستانو سره د هغو خلکو خواخوږي هم پیداکوله او زیاتوله چې ان سوسیالیزم/کمیونیزم او اسلامیزم يې نه پېژندل؛ ځکه چپيانو په څرګنده داسې څه کول چې د دوی د باورونو مخالف وو. مقدساتو ته سپکاوی او ریشخندول په یوه دود پاله-مذهبي ټولنه کې خلک پاروي او رټل کېږي.

اصلن له شوروي یرغل وړاندې د کابل حکومت پر ضد د اکثریت ولس فکر پاڅون ته برابر شوی و.

جهادي تنظیمونه

جهادي مشران، چې زیاتره يې وړاندې د کابل پوهنتون محصلین یا استادان وو، زیاتره يې له ښاري سیمو اخوا چا نه پېژندل. دوی یوازې د محصلینو تر منځ د خپلو کړنو او افکارو له امله مشهور شول او د دوی د مشهورتیا لامل همدغه چپي ډلې وې چې دوی ته يې شهرت ورکړ.

دغه مشران چې زیاتره يې د چپي ډلو له امله وطن پرېښود ته اړ شوي وو، د پاکستان په ملاتړ او هڅونه د محمد داود پر ضد راپورته شول چې په دغې ناکامې راپورته کېدنه تر ټولو ډېر ټينګار د پولیتخنیک د پوهنتون د درېيم ټولګي محصل ګلبدین حکمتیار کاوه. دی هغه مهال له برهان الدین رباني څخه په عمر او علم ډېر کشر او له هغه په افکارو کې ډېر توند او بنسټپال ښکارېده.

له پاکستانه د پاکستان په ملاتړ ناکامه پاڅون دوی ته نور شهرت هم ورکړ.

د عامو افغانانو د کډوالۍ بهیر چې د ثور له کودتا وروسته پېل شوی و، له شوروي یرغل سره لا ډېر چټک شو. د کډوالو لوی اکثریت يې له وړاندې له اسلاميزم، اسلاميستانو او له سیاسي ګوندونو سره نه اشنايي درلوده او نه يې غړیتوب درلود؛ خو دا چې د کډوالۍ ژوند تریخ وي او د سیوري او پردي وطن کې له سیاسي-اقتصادي تنګلاسۍ څخه ځان ساتل ستونزمن وي؛ نو کډوالو په تنظیمونو کې له شاملېدو او د خپلواکۍ د جګړې د منظم کېدو له پاره په جهادي تنظیمونو کې له ورننوتو پرته بله لاره نه لرله.

له شوروي یرغل وړاندې د جهادي مشرانو تر منځ اختلافاتو د یوه پر ځای څو ګوندونو جوړولو ته لاره هواره کړه او بیا په کې حالات داسې راغلل چې دوی په کې د جهادیانو مشران شول.

... خو؛ روسان چا وویستل؟

افغانستان کې د شوروي له ماتې د هر فکر لرونکي خلک جلا تعبیرونه لري او جلا ډول يې تفسیروي.

پرته له شکه، له جهادیانو سره د پاکستان له لارې د امریکا او د اسراییلو په ګډون د عربو او چین مرستو د شوروي په شکست کې مهم رول ولوبوه.

امریکا او پاکستان به ښايي له نورو ډېر په افغانستان کې د شورويانو شکست غوښت؛ ځکه امریکا د ویتنام د ناکامۍ ترخه تجربه لرله او د کمیونیزم له پراختیا وېرېده او پاکستان د شوروي په سترګو کې د خپل ځان له پاره قهر لیده؛ خو دا افغان مقاومت و چې د شوروي د نور پرمختګ مخه يې ډب کوله.

له افغان شوروي جګړې د افغان ولس په ګډون هر چا د خپل ځان په ګټه، ګټه پورته کړه.

بل خوا، په دېپلوماتیک ډګر کې پر شوروي فشارونه او د جینوا د خبرو اوږدې پروسې هم د شوروي په وتلو کې تر خپل بریده رول لوبولی دی.

خو دا به بې انصافي او زیاتی وي چې په دغه ستر شکست کې د لوی اکثریت افغان ولس رول او قرباني، لکه ځینې يې چې بېخي له پامه غورځوي، له پامه وغورځول شي او افغان مقاومت بېخي د نورو په اشارو او د نورو له پاره وګڼل شي. افغانانو ته د دیني-ملي مسوولیت پر بنسټ د خپلواکۍ او وطن ازادولو جګړه ور په غاړه وه او دا جګړه يې پاکستان ته له کډوالۍ او د امریکا د مرستو له پېل وړاندې پېل کړې وه.

افغانان خپلواکۍ خوښوونکی طبعیت لري. تاریخ يې د خپلواکۍ له جګړو ډک دی. له سکندر، تر عربو، او بیا له چنګېز، بابر، نادر او انګرېز پورې يې له هر یوه سره د خپلواکۍ او د بلواکۍ پر ضد جګړې کړي دي، که څه هم پایله يې، ډېرو ځایونو کې یوازې له خپلواکۍ اخیستو پرته دوی ته ډېره ښه نه ده تمامه شوې.

دا بلکل باوري وه، که چېرې د امریکا مرستې نه وای او ان پاکستان ډيورنډ کرښه د کډوالو پر مخ تړلې هم وای؛ نو افغان مقاومت به د هېواد دننه هغه ډول روان و، لکه څنګه چې يې په خپلو کورنیو غېر عصري ټوپکو، تبر او څټک، د امریکا له مرستو پرته پېل کړی و.

هو! د امریکا مرستو او نړیوالو فشارونو د شوروي وتل را وړاندې کړل؛ خو که چېرې بهرنۍ مرستې او نړیوال ملاتړ نه وای، هم دغه مقاومت به د هېواد دننه روان و او له مرستو پرته به د شوروي پاتې کېدل لږ اوږد شوي او ځنډني شوي وای؛ خو د شوروي وتل له دې خاورې حتمي او باوري وو.



اعلان