د ولسمشر ویاند: حکومت د برېښنايي تذکرو په اړه د افغانانو غوښتنه په جدي توګه عملي کوي

افغانستان

د ولسمشر ویاند: حکومت د برېښنايي تذکرو په اړه د افغانانو غوښتنه په جدي توګه عملي کوي

800

د برېښنايي تذکرو د ويش په اړه له پرون راهیسې یو ځل بیا د حکومتي لوړ پوړو چارواکو له لوري بېلابېلې اعلامیې خپرېږي.

پرون د ارګ په حواله وویل شول چې ولسمشر، لومړۍ مېرمن او د ولسمشر دویم مرستیال بایوميټریک کړی او د یکشنبې یا دوشنبې په ورځ به تذکرې ورکړل شي او دغه لړۍ به جاري وساتل شي؛ خو نن سهار د اجراییه ریاست له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې له دې خبر سره مخالف وشو. اعلامیه کې ویل شوي وو چې عبدالله عبدالله به سبا په دې اړه له ولسمشر سره وګوري.عبدالله عبدالله په اعلامیه کې د تذکرو د وېش په اړه اختلافاتو ته اشاره کړې وه.

بل خوا، شېبه وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دوا خان مينه پال بیا له خپل فیسبوک څخه د نوي فصل د پېل خبر ورکړ چې په وینا يې هېوادوال به د لومړي ځل له پاره معیاري تذکرې ولري. مینه پال لیکلي:"له پرون راهیسې ‌‌‌‌‌‌ډيرو سیاسې او لوړو پوړو چارواکو دبرېښنایې تذکرو دترلاسه کولو لپاره دبایومټریک پروسه بشپړه کړې ده". هغه زیاته کړې چې برېښنایې تذکرې دافغانانو غوښتنه ده، چې حکومت یې په جدي توګه عملي کوي.

دا چې د تذکرو وېش به په عملي ډول د اجراییه ریاست له غوښتنو او توافق پرته پېل شي، څو ورځو کې به يې مالومات وشي.