نړیوالې جنايي محکمې ته ۱.۱۷ میلیونه افغانانو له جنګسالارانو او وسله والو ډلو شکایت کړی

افغانستان

نړیوالې جنايي محکمې ته ۱.۱۷ میلیونه افغانانو له جنګسالارانو او وسله والو ډلو شکایت کړی

577

له هغه مهاله چې نړیوالې جنايي محکمې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د پلټنو کولو خبر ورکړ، تر اوسه يې له ۱.۱۷ میلیونه افغانانو څخه راپورونه ترلاسه کړي چې په وینا يې دوی قربانیان دي.

دغه شکایتونه په درې میاشتو کې ورکړل شوي دي.

اسوسیټيډ پريس خبري اژانس په یوه راپور کې لیکي چې د طالبانو او داعش په ګډون له افغان امنیتي ځواکونو، حکومت سره تړلو جنګسالارانو، د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو او له کورنیو او بهرنیو استخباراتي ادارو څخه شکایتونه شوي دي.

عبدالودود پدرام چې د بشري حقونو او د تاوتریخوالي د له منځه وړلو ادارې غړی دی وايي چې دغه شکایتونه (څرګندونې) د تېر کال د نومبر میاشتې له ۲۰ څخه تر د روان کال د جنورۍ میاشتې تر ۳۱ پورې ثبت شوي دي.

پدرام دغه شکایتونه ټکان ورکوونکي بللي دي. هغه زیاته کړې، دا د دې ښودنه کوي چې د افغانستان د قضا سیستم قربانیان او کورنۍ يې انصاف ته نه رسوي.

پدرام ویلي چې د امنیتي مسئلو له امله د هغو ادارو (او قربانیانو) نومونه نه شي اخیستلای، کومو چې دوی ته دغه مالومات ورکړي دي؛ ځکه د پدرام په وینا هغوی به هدف وګرځول شي.