عبدالله عبدالله: برېښنايي تذکرو باندې نورو خبرو ته اړتیا ده

افغانستان

عبدالله عبدالله: برېښنايي تذکرو باندې نورو خبرو ته اړتیا ده

1078

بېګا ناوخته داسې راپورونه خپاره شول چې د راتلونکې یکشنبې یا دوشنبې په ورځ به ولسمشر، لومړۍ مېرمن او د ولسمشر دویم مرستیال برېښنايي تذکرې واخلي؛ خو داسې ښکاري چې د ارګ او سپيدار ماڼۍ تر منځ د دغو تذکرو پر سر رامنځته شوی جنجال لا هم نه دی حل شوی.

څو شېبې وړاندې اجراییه رییس په یوه اعلامیه کې داسې اشارې ورکړې چې د برېښنايي تذکرو د ویش پر سر ترې ژور اختلافات څرګندېږي.

اعلامیه کاږي چې د برېښنايي تذکرو وېش، د یوې لويې ملي قضيې په توګه نورو خبرو او دقت ته اړتیا لري. د عبدالله عبدالله په باور نورو خبرو او دقت ته ځکه اړتیا ده، څو په دې اړه ملي اجماع او د ټولو هوکړه ترلاسه شي.

نوموړي زیاته کړې چې د شنبې په ورځ (سبا) به له ولسمشر سره په دې اړه خبرې وکړي.

هغه ویلي چې د برېښنايي تذکرو د وېش په اړه باید د افغانستان د دولت په سطحه خبرې وشي.

 



اعلان