شپږو استخباراتي ادارو امریکایانو ته ویلي چينايي موبایلونه مه کاروئ

راپورونه

شپږو استخباراتي ادارو امریکایانو ته ویلي چينايي موبایلونه مه کاروئ

1102

د سي ای ای، ایف ب ای او د این ایس ای په ګډون شپږو امریکايي استخباراتي ادارو امریکایانو ته ویلي چې د چینايي شرکتونو له لوري جوړ شوي موبایلونه و نه کاروي.

دغو شرکتونو کې Huawei او ZTE شامل دي.

د یادو امریکايي استخباراتي ادارو په باور د چین حکومت د دغو موبایلونو له لارې د امریکایانو جاسوسي کوي. د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دغو ادارو ځکه خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی، څو خپل ملي امنیت يې خوندي کړی وي.

له سام سینګ او اېپل څخه وروسته هواوي، نړۍ کې د ځیرک موبایلونو ستر توليدونکی شرکت دی.

د امریکا د کانګریس یوه غړي وړاندیز کړی چې د دغه شرکت د موبایلونو د بندولو له پاره دې رسمي قرارداد ومنل شي.

بل خوا، د هواوي د شرکت ویاند بیا دغه څرګندونې رد کړي او ویلي يې دي چې موبایلونه يې د نړۍ د ۱۷۰ هېوادونو مشتریانو له پاره د اعتبار وړ دي.



اعلان