د ملګرو ملتونو کارمندانو تېره لسيزه کې ۶۰۰۰۰ جنسي تېري کړي

پام وړ

د ملګرو ملتونو کارمندانو تېره لسيزه کې ۶۰۰۰۰ جنسي تېري کړي

501

د انګلستان ټايمز ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د یوه پخواني چارواکي له خولې خبر ورکړی دی، چې د دې سازمان ګومارل شويو کارمندانو په تېره لسيزه کې لږ تر لږه له ۶۰۰۰۰ ډېر جنسي تېري کړي دي. دې چارواکي دا څرګندونې له هغه وروسته کړي چې د اوکسفام نړيواله خيريه موسسه په همدې تورونو تورنه شوه.

ملګرو ملتونو کې د بېړنيو عملياتو د تنظيم مرکز پخواني رييس انډرو ماک لوډ ويلي، چې په هرو لسو جنسي تېريو کې يې ۹ پټ پاتې شوي دي.

هغه زياته کړې ده، چې د ملګرو ملتونو زرګونه هغه کارمندان چې کوچنيانو سره د جنسي اړيکو نيولو ميلان لري، په نړۍ کې خپاره دي، هغوی د داسې نوم لاندې کار کوي چې هر څه يې پټ پاتې کېږي، «د يونيسيف کالي واغونده او بيا دې چې څه خوښه وي، کوه يې».

دغه پخواني چارواکي ټينګار کړی دی، چې دا چاره اوس د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ادارو کې پر اوږدمهاله ناروغۍ بدله شوې ده او بايد کلونه وړاندې يې مخه نيولی شوی وی.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د اوکسفام نړيوالې خيريه موسسې پر کاروونکو تور پورې شو، چې د پناه ورکولو چارو په ترڅ کې يې پر ځپل شويو خلکو بې شمېره جنسي تېري کړي دي. نړيوالو د دې بر ضد بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي.



اعلان