م. م: د موصل ماين پاکي به له لسو کلونو ډېر وخت ونيسي

پام وړ

م. م: د موصل ماين پاکي به له لسو کلونو ډېر وخت ونيسي

256

د ملګرو ملتونو د ماينونو پاکونې کارپوه بير لوډهامر څرګنده کړې ده، چې د عراق په موصل ښار کې خپاره ناچاوده مايونه پاکول به له لسو کلونو ډېر وخت ونيسي، چې ښايي هغو يو مليون يا له دې هم ډېر وګړي له ګواښ سره مخ کړي چې غواړي بېرته راستانه شي.

د ماينونو پاکولو د چارو اړوند د ملګرو ملتونو د سازمان د پروګرام مدير زياته کړې ده، چې د موصل ورانولو تر شا ۱۱ مليونه ټنه ډېري (د ورانو ودانيو پاتې شوني) پريښي او باور کېږي چې د چاودېدونکو توکو په دريو کې دوه برخې ترې لاندې دي.

ژنيوا کې په يوه خبري غونډه کې نوموړي په ډاګه کړه: «د موصل لويدځ کې زموږ پاکوونو اندازه کړه چې د ټول موصل پاکول به له لسو کلونو ډېر وخت ونيسي، د چاودېدونکو توکو پېچلتيا به پرېنږدي چې د پاکونې دا چارې په څو مياشتو يا کلونو کې ترسره شي».

هغه زياته کړه: «موږ ګورو چې له هوا نه سترې سترې ذخيرې راغورځول شوي، هر بم ۵۰۰ پاونډه وزن لري، چې ځمکه يې له ۱۵ مترو ډېره شکولې ده». هغه ټينګار کړی چې د دې هره بم پاکونه به څو ورځې او ان اوونۍ ونيسي.



اعلان