طالبانو امريکايي ولس ته پرانيستی ليک خپور کړی

افغانستان

طالبانو امريکايي ولس ته پرانيستی ليک خپور کړی

434

وسله والو طالبانو امريکايي ولس ته د يوه پرانيستي ليک له لارې څرګنده کړې ده، چې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دې د امريکا دولت دوی سره خبرو اترو ته کښېني.

د جمهور خبري سرچينې له راپور سره سم «د امريکا سوله دوستو خلکو، خپلواکو ډلو او قانون جوړوونکو» د دغه ليک سرليک دی او په کې ويل شوي دي، چې جګړه د حل لاره نه ده.

ليک چې په لسو مخونو کې دی، په کې زياته شوې، چې د امريکا زیاتو شويو هوايي بريدونو يو انچ خاوره هم د طالبانو له ولکې نه ده ويستلې او نه دې بريدونو پر طالبانو کوم اغيز کړی دی.

«د زور ستراتېژي پرته له دې چې جګړه اوږده او له دواړو خواوو د اضافه وينو تويېدو لامل شي، بله پايله نه لري. موږ د جګړې د غځولو پر ځای غواړو چې اشغال شوی هېواد مو ازاد او د خپل واک څښتن شي...».

طالبانو د ستونزې حل په دې کې بللی دی چې امريکايان او نور بهرني ځواکونه په خپله خوښه له افغانستانه ووځي. هغوی ګواښ کړی چې که امريکا جګړې ته دوام ورکوي، نو يوه ورځ به د روسانو په څېر دوی هم ذليل او مات شوي له افغانستانه وځي.

طالبان دا ليک په داسې حال کې خپروي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده مخکې وويل، چې طالبانو سره د سولې هيڅ پلان نه لري او ورسره سم افغانستان کې د امريکا هوايي بريدونه په بې ساري ډول زيات شول.

د افغانستان حکومت هم په ورته وخت کې وويل، چې له دې وروسته به سوله د جګړې په ډګر کې لټوي.

سرچينې امريکا کې د افغانستان د سفير حمد الله محب له خولې ليکلي، چې د طالبانو دا ليک د هغوی ماتې او کمزوري څرګندوي. نوموړي پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې طالبان ويني چې نږدې وخت کې به له منځه ولاړ شي، ځکه يې د جګړې د بندولو غوښتنه کړې.



اعلان