نخاعي مایع څه ده او ولې ایستل کېږي؟

روغتیا

نخاعي مایع څه ده او ولې ایستل کېږي؟

1326

له تېرو څو ورځو راهیسې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه داسې راپورونه ورکول کېږي چې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې له مېرمنو څخه د ملا د تير نخاعي مایع ایستل شوې ده. افغانستان کې ځینې پوهانو ناروغانو ته لارښوونه کړې، که چېرې ګاونډي هېواد ته ځي، باید چې دغه څه ته پام وکړي.

دلته درته په دې اړه مالومات وړاندې کوو چې نخاعي مایع څه ده او ولې ایستل کېږي؟.

نخاعي مایع یا سپئانل فلویډ د مغزو او حرام مغزو په منځ کې موندل کېږي چې اصلي موخه يې له ټپ (زخم) څخه د مغزو او حرام مغزو ساتل دي. که چېرې دغه مایع نه وي؛ نو د خوځېدو له امله مغزه یا حرام مغز له هډوکي سره لګېږي او ټپي کېدای شي.

د مغزو دننه ځینې ځانګړې برخې دي چې دغه مایع جوړوي. د یوه عام بالغ انسان په بدن کې نږدې ۱۵۰ ملي لیټره نخاعي مایع شتون لري چې تقریباً نیم ګیلاس کېږي. دغه مایع هره ورځ په ځلونو جوړېږي چې د وینې له لارې خارجېږي.

دا تقریباً له وینې سره یو شان ده؛ خو توپير يې دا دی چې په وینه کې شته پروټين په دغه مایع کې نه شته.

نخاعي مایع له هر ډول جراثیمو څخه پاکه وي؛ خو که چېرې جراثیم وردننه شي؛ نو انسان سخت ناروغوي.

که چېرې په کومه پېښه کې دغه مایع بهر ووځي؛ نو شدید سر درد رامنځته کېږي چې له ودرېدو سره نور هم زیاتېږي.

د دغې مایع په واسطه د مغزو ډېرې ناروغۍ تشخیص کېدای شي؛ ځکه نو ډاکټران په حرام مغزو کې پيچکاري دننه کوي او نمونه يې را اخلي.

طبي کارپوهان وايي چې نخاعي مایع د درملنې له پاره نه کارول کېږي او له یوه شخص ایستل شوې ماده بل شخص ته نه لېږدل کېږي.

د اغاخان پوهنتون نیورولوجیسټ ډاکټر واسع شاکر بي بي سي ته ویلي چې د دې مایع له کارولو څخه یوازې د انسان دننه د ناروغۍ تشخیص کېږي.

پولیسو ویلي تر اوسه مالومه نه ده چې د پنجاب په حافظ اباد ایستل شوې مایع د کومې موخې له پاره کارول شوې ده.

 



اعلان