د صحابه کرامو رضي الله عنهم روښانه ژوندون (شپږمه برخه)

اسلام

د صحابه کرامو رضي الله عنهم روښانه ژوندون (شپږمه برخه)

369

ژباړه: ابو ادریس عبرت مهاجر
په تېر پسې...

نو لوی خدای جل جلاله په دې هکله دا ایاتونه نازل کړل:

وَإِن جَاهَدَاكَ عَلَىٰ أَن تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ۖ وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا ۖ وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ۚ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (15)
ژباړه: (خو که هغوی پر تا فشار راولي چې له ما سره ته داسې څه شريک کړه چې تاته د هغه معلومات نه وي نو د هغوی خبره هيڅکله مه منه، په دنيا کي له هغوي سره غوره چلن او اخلاق کوه، خو پېروي د هغه چا د لارې وکړه چې هغه زما لوري ته رجوع کړې ده، بيا وروسته ستاسې ټولو را ګرځېدل همدا زما لوري ته دي، په هغه وخت کې به تاسې ته در وښيم چې تاسي څه عمل کاوه).

حضرت سعد بن ابي وقاص رض او ورور يې حضرت عمیر بن ابي وقاص رض د بدر د غزا په ورځ خورا ښه بهادري ښکاره کړه، سره له دې چې حضرت عمیر بن ابي وقاص رض نوی د ځوانۍ په پسرلي قدم ایښی و، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنګ لپاره د صحابه کرامو لښکر تیاراوه، نو حضرت عمیر رض له دې ویرې ځان له رسول الله څخه پټول چې رسول الله می بیرته واپس نه کړي، خو کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نظر پرې ولګید، نو د کشرتوب له وجې يې ستون کړ، حضرت عمیر بن ابي وقاص رض سخت وژړل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم رحم پری راغی او د مجاهدینو په لښکر کې يې د تللو اجازه ورکړه، حضرت سعد رض ورته راغی او ډېر ورته خوشحاله شو، خو د کشرتوب له امله يې د هغه د تورې تسمه لږ ور لنډه او ورغوټه کړه.

دواړه وروڼه د الله تعالی د رضاء لپاره جهاد ته روان شول، په جنګ کې له پوره میړانې وروسته حضرت سعد بن ابي وقاص رض له نورو صحابه کرامو سره بېرته په داسې حال کې مدینې ته راستون شو، چې تنکی او زلمی ورور يې د بدر پر میدان شهید پریښود.

د اُحد په سخته ورځ چې کله مسلمانانو ماتې وخوړه، تقریباً لس کسه صحابه کرام له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پاتې شول، نور ټول له میدان نه ووتل، حضرت سعد بن ابي وقاص رض د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته ودرید او په نیزه يې له رسول الله څخه دفاع کوله، یو غشی يې هم داسې نه دی ویشتلی چې کوم کافر دې يې نه وي پرې وژلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله د سعد رض په هدف غشي ویشتل ولیدل، نو ورته ويې ویل (یا سعد! ارم فداك أبي وأمي) ای سعده! وله يې، پلار او مور مې دې تر تا ځار شي. حضرت سعد رض به د افتخار په ډول بیا ویل چې رسول الله له ما بغیر تر بل چا خپل مور او پلار نه دی ځار کړي.

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه چې کله د خپل خلافت په دور کې د فارسیانو د تخت د رانسکورولو او د کفر او شرک د ختمولو لپاره د یوه لوی جنګ اراده وکړه، نو خپلو ټولو مسوولینو او مشرانو ته يې لیکونه ولېږل او ورته ويې لیکل هر څوک چې اسلحه، سوارلۍ او نور جنګي سامان لري او یا ښه شاعر او خطیب وي او یا نور هغه څه چې په جنګ کې په کار راځي ما ته راولیږﺉ. د حضرت عمر رض د امر د تعمیل پر اساس له هر لوري و مدینې ته د مجاهدینو تشکیلونه راورسیدل، کله چې خلک راپوره شول، نو حضرت عمر رض له أهل الحل والعقد شورا څخه د دې لښکر د امیر په اړه مشوره وغوښته، نو ټولو په یوه اتفاق دا وویل چې دا زمری یواځی حضرت سعد رض دی، چې دا کار کړای شي، حضرت عمر رض سعد رض راوباله او د ټول لښکر د مشرۍ جنډه يې په لاس کې ورکړه.

کله چې لښکر له مدينې څخه د تللو اراده وکړه نو حضرت عمر رض د رخصت ورکولو لپاره ودرید او حضرت سعد رض ته يې داسې وصیت وکړ!

ای سعده! ګوره چې له الله تعالی څخه دې دا خبره غافل نه کړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ماما او ملګری يې، ځکه الله تعالی بدي په بدۍ نه ختموي، بلکې بدي په نیکۍ ختموي.
ای سعده! د هیچا او الله پاک تر منځ له عبادته بغیر بل تړاو نه شته، د انسانانو شریف او خوار د الله تعالی پر وړاندې یو برابر دي، ځکه الله يې رب او دوی يې بنده ګان دي، البته الله تعالی ته نیزدې‌والی هغه په تقوا سره دی.

د الله تعالی په وړاندې مرتبې په عبادت سره ترلاسه کوﺉ، هغه سهي عمل دی پر کوم چې دې رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدلی وي، هغه لازم ونیسه.

لښکر په داسې حال کې له مدینې منورې نه روان شو چې د یو کم سل بدري صحابه کرامو په شمول تر درې سوه بالا هغه صحابه کرام چې تر بیعت عقبه وړاندې يې د رسول الله صلی الله ملګري وو، او درې سوه هغه صحابه کرام چې په فتح مکه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره شریک وو، او اووه سوه نور د صحابه کرامو رضي الله عنهم زامن وو.

حضرت سعد رض خپل لښکر قادسیه ته بوت، هلته د دوی او فارسیانو تر منځ درنه جګړه وشوه، کله چې د جګړې تر ټولو سخته ورځ (یوم الهریر یا لیلة الهریر) راورسیده، نو مسلمانانو قاطع تصمیم دا ونیو، چې نن به پریکنده جګړه کوو، نو په همدغه ورځ له یو بل طرف نه پر کافرانو داسې راورګرځېدل لکه بنګړي چې پر لاسو را تاو وي، له هر طرف نه د کافرانو پر صفونو داسې ورتوی شول، چې د تکبیر او تهلیل ملکوتي چیغو يې اسمان لړزاوه، دا په داسې حال کې چې د فارسیانو د لښکر د مشر پهلوان سر د مسلمانانو په نیزو پېیل شوی و، چې له امله يې فارسیان دومره وېرېدلي وو، تر دې چې مسلمان به فارسي ته اشاره وکړه هغه به خپله ورته راغی، ده به وواژه. ډیر ځله خو به يې پر هغه خپله وسله ووژل.

مسلمانانو ته له اندازې زیات غنائم په لاس ورغلل او د مړو شمېر يې له دې ښه کولای شو، یواځې هغه کسان چې په اوبو کې غرق شول تقریباً دیرش زره کسان وو.

حضرت سعد رض ډیر وخت ژوندی و، الله سبحانه وتعالی زیات مال هم ورکړی وو، کله يې چې د مرګ وخت رانیژدې شو، یوه زړه د وړیو چپنه يې وه، هغه يې راوغوښتله او ويې ویل چې ما ته دا راکفن کړﺉ ځکه د بدر په ورځ زه په دې چپنه کې له مشرکانو سره مخامخ شوی یم، نو غواړم چې په همدې حالت کې له الله تعالی سره مخامخ شم.

رضي الله عنه