امريکا ته د اردګان ګواښ: د داعش په نوم ډرامه نوره ختمه کړئ

سيمه او نړۍ

امريکا ته د اردګان ګواښ: د داعش په نوم ډرامه نوره ختمه کړئ

600

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان امريکا ته ګواښ کړی، چې سوريه کې دې داعش سره د مبارزې په نوم «ډرامه» نوره پای ته ورسوي. هغه څرګنده کړې ده، چې دا چاره اوس «د ترکيې پر ضد پر مبارزه» بدله شوې ده.

ترکي ولسمشر نن د دې هېواد د پارلمان غونډه کې وويل، چې امريکا د امريکايي ماليه ورکوونکو پيسې ترهګرو عناصرو ته ورکوي او د هغوی ملاتړ کوي.

اردګان سوريه کې د خپلو عملياتو په اړه وويل، چې موږ له سوريې سره له ۹۰۰ کيلو مترو اوږده پوله لرو او له خپلې زمکې به دفاع کوو، «د وطن تر بيرغ لاندې شهادت موږ ته ستر وياړ دی، امريکايان سوريه کې څه شی لري؟».

اردګان قبرس او اروپايي ټولنې سره د خپل هېواد د اړيکو په اړه وويل: «هغوی ته چې قبرس کې د قرمز له ليکو او ايجه سمندره را اوړي، خبرداری ورکوو چې دا اشتباه ونه کړي».

اروپايي ټولنې د ترکيې پر هغه ګام سخته نيوکه کړې ده، چې همدې سيمې ته تلونکې ايټالوي بېړۍ یې درولې وه.



اعلان