د زمریو غېر قانوني ښکاري زمريو خوړلی

673
د سویلي افریقا پولیس وايي، کروګر ملي پارک ته نږدې یو تن چې ګومان کېږي د زمریو غېر قانوني ښکاري و، زمریو خوړلی دی.
ځناورو د دغه ښکاري نږدې ټول بدن خوړلی دی؛ خو د ښکاري د بدن ځینې برخې د اوونیزو رخصتیو پر مهال موندل شوي دي.
د لمپوپو د پولیسو ویاند ای ایف پي خبري اژانس ته ویلي:"داسې ښکاري چې دغه شخص به په پارک کې غېر قانوني ښکار کاوه چې زمریو پرې برید کړی او وژلی يې دی".
ویاند زیاته کړې چې زمریو د هغه ټول بدن خوړلی؛ خو یوازې سر او د بدن ځینې ټوټې يې پاتې دي.
د سویلي افریقا د یوې خبري رسنۍ د راپور له مخې، پولیسو تر اوسه وژل شوی شخص نه دی پېژندلی. راپور زیاتوي چې د وژل شوي شخص له بدن سره نږدې یو ښکاري ټوپک او مرمۍ هم موندل شوي دي.
وروستیو کلونو کې د سویلي افریقا په لمپوپو ایالت کې د زمریو غېر قانوني ښکار کې زیاتوالی راغلی دی.
د زمریو بدن په افریقا او ځینو نورو هېوادونو کې په ځایي درملو جوړلو کې کارول کېږي.
بوري فري بنسټ وايي چې د زمریو د هډوکو او د بدن د نورو برخو غوښتنه په سویل ختیځه اسیا کې ډېرېږي.
د ۲۰۱۷ ز کال په جنورۍ میاشت کې لمپوپو کې د درې نارینه زمریو بدنونه موندل شوي وو چې د زهرو په واسطه وژل شوي وو. د دغو زمریو سر او پنجې پرې شوې وې.