د پاکستان د پوځ لوی درستيز کابل ته رارسېدلی

افغانستان

د پاکستان د پوځ لوی درستيز کابل ته رارسېدلی

139

د افغانستان د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی دی، چې د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه کابل ته را رسېدلی دی.

نوموړی به کابل کې په يوه امنيتي غونډه کې ګډون وکړي، چې د منځنۍ اسيا او سيمې د نورو هېوادونو د پوځونو مشران يې هم ګډونوال دي.

د قزاقستان او ازبکستان د پوځ مشران هم تېره ورځ کابل ته رارسېدلي دي.

ټاکل شوې ده چې د غونډې ګډونوال به چې ناټو هم ده، په دې اړه بحث وکړي، چې څه ډول د ترهګرۍ پر ضد مبارزه لا پياوړې شي.

د پاکستان د پوځ لوی درستيز په داسې حال کې دې غونډه کې ګډون کوي، چې ترورېزم سره د مبارزې په اړه د دواړو هېوادونو د سياسي استازو خبرې اترې بې پايلو پای ته رسېدلې دي.

د افغانستان دولت ټينګار کوي چې افغانستان کې کېدونکي بريدونه د پاکستان خاوره کې پلانېږي، خو پاکستان هر ځل دا تورونه ردوي او ټينګار کوي چې د افغانستان د دولت مخالفين يې له خاورې وتلي دي.