د کورنيو چار وزارت ۹۰ تنه لوړپوړي افسران لويې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي

افغانستان

د کورنيو چار وزارت ۹۰ تنه لوړپوړي افسران لويې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي

285

د کورنيو چارو وزارت څلور جنرالان او ۹۰ تنه لوړپوړي افسران فساد کې د ککړتيا له امله لويې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي او دوسيې يې ورسپارل شوې دي.

د کورنيو چارو وزارت د تفتيش رييس جنرال ضيا کوهستاني کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د دې وزارت د ۵۴۰ کارمندانو دوسيې څېړل شوي، چې ۱۵۸ يې لويې څارنوالۍ ته استول شوې دي.

هغه زياتوي چې پر دې ۹۴ تنو سربېره ۵۸ نور افسران او ۶ تنه غير نظامي لوړپوړي کارمندان هم څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د هغه په وينا دغه کسان له خپلو دندو د ناوړه ګټې اخيستو، اختلاس، بډو او ځينو نورو منفي ټکو له امله لويې څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

ښاغلي کوهستاني په دې اړه نور څه ونه ويل، خو څرګنده يې کړه چې د ۱۸ تنو نورو جنرالانو دوسيې هم د افغانستان په عدلي او قضايي ارګانونو کې تر پلټنو لاندې دي.