جاپان: امریکايي پوځیان د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري: ځلاند ویب پاڼه

جاپان: امریکايي پوځیان د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري

سيمه او نړۍ

جاپان: امریکايي پوځیان د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري

558

د جاپان په یوکوسوکا ښار کې مېشت امریکايي سمندري پوځیان د نشه يي توکو په اخیستلو، پلورلو او کارولو تورن شوي دي.

دا امریکايي پوځ کې د رسوايیو د لړۍ وروستۍ پېښه ده.
د دغو پوځیانو ویاند قومندان کلی ډوس جاپان ټایمز ته ویلي چې د سمندري پوځ د جنايي جرمونو د خدماتو پلټونکې اداره د نشه يې توکو د کارولو او وېشلو تورونه څېړي. نوموړي زیاته کړې چې سمندري پوځ کې دغه څه نه زغمل کېږي.

په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړل شوي؛ خو وال سټریټ ژورنال رسنۍ په خپل یوه راپور کې ویلي وو، دولس تنه امریکایان، چې یو شمېر يې له هېواده بهر دي، د غېر قانوني درملو د کارولو او وېشلو په تور نیول شوي دي.