د ترکيې غوسه؛ د امریکا سفارت ته غځېدلي سړک ته سوریه کې د روانو عملیاتو نوم ورکوي

سيمه او نړۍ

د ترکيې غوسه؛ د امریکا سفارت ته غځېدلي سړک ته سوریه کې د روانو عملیاتو نوم ورکوي

457

ترکیه د امریکا له لوري سوریه کې د مېشتو وسله والو ډلو ملاتړ کولو سخته په غوسه کړې ده. ترکیې له امریکا په ځلونو غوښتي چې کردي وای پي جي او نورو ډلو ته وسله ور نه کړي او له ملاتړ څخه یې لاس واخلي.

اوس ترکيه د امریکا پر ضد په یوه تازه او پاروونکي ګام کې انقره کې د امریکا سفارت ته د غځيدلي سړک نوم بدلوي. دغه سړک چې د Nevzat Tandogan Street په نوم یادېږي، ښاروال ویلي چې د استول شوې طرحې له منلو وروسته به سوریه کې د Operation Olive Branch عملیاتو په نوم واړول شوي.

ترکیه غواړي په دې ګام سره ناټو کې ملګري هېواد ته خپله غوسه وښيي.

یاد عملیات د تېرې جنورۍ میاشتې په شلمه نېټه ترکي پوځ د سوریې په عفرین کې پېل کړل. ترکیه خپلې پولې ته نږدې د کردي ملېشو شتون خپل ملي امنیت ته ګواښ ګڼي. ترکیه وايي چې دوی د نړیوالو قوانینو پر بنسټ سوريې ته پوځ استولی دی.

له عفرین سره نښتي ښار کې د امریکا د پوځ یوه اډه هم شته چې دوه زره پوځيان يې په کې مېشت دي. داسې وېره هم څرګندېږي چې ښايي د دواړو هېوادونو پوځيان له یوه بل سره نېغه نښته وکړي.

د ترکيې مرستیال ولسمشر ویلي وو چې کردي ملېشو کې امریکايي پوځیان جګړه کوي او دوی به يې  په نښه کولو کې توپير و نه کړي.