لوی ښارونه چې د اوبو له کمي سره مخ دي

پام وړ

لوی ښارونه چې د اوبو له کمي سره مخ دي

199

د سويلي افریقا کېپ ټاون د نړۍ لومړی ښار دی چې نوي مهال کې په کې د اوبو کموالی پيدا شوی دی. دغه هغه مسئله وه چې له یوې مودې راهیسې د کارپوهانو پام ځانته اړولی و. ظاهراً خو د نړۍ په اویا سلنه برخه کې اوبه شتون لري؛ خو د دې اوبو یوازې درې سلنه يې د څښلو وړ دي چې دا درې سلنه اوبه هم د نفوسو د زیاتوالي، هوايي ککړتیا او د نورو لاملونو له امله کمېږي.

نړۍ کې لږ تر لږه یو میلیارد خلک د اوبو د کموالي له ستونزې سره مخ دي او د نړۍ د نفوس ۲.۷ میلیارده انسانان بیا داسې دي چې کال کې لږ تر لږه یوه میاشت د اوبو له کموالي سره مخ کېږي. په ۲۰۱۴ ز کال کې د نړۍ په پنځو سوو لویو ښارونو کې تر سره شوې څېړنه کې مالومه شوه چې له هرو څلورو یو يې د اوبو له فشار سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د یوې وړاندوینې پر بنسټ په ۲۰۳۰ ز کال کې به د تازه اوبو غوښتنه څلوېښت سلنه شي.

لاندې درته د نړۍ په شپږو ښارونو کې د اوبو وضعیت وړاندې کوو چې د سویلي افریقا د کېپ ټاون په څېر د اوبو له کموالي سره مخ دي.

بنګلور، هند

هغه مهال چې دغه ښار د ټيکنالوجۍ د ښار په نوم ونومول شو؛ نو نفوس کې يې ډېر زیاتوالی راغی چې پر اوبو او د اوبو رسونې پر سېسټم يې اغېز وکړ. دغه ښار کې د اوبو سېسټم تر دې بریده خراب دی چې د ځايي حکومت په وینا نیمايي پاکې اوبه ضایع کېږي. یوازې دا نه، هغه اوبه چې کورونو ته ځي، هم ککړېږي.

بېجینګ، چین

نړیوال بانک د اوبو کموالی تعریف کړی دی. د دوی د تعریف له مخې کله چې د یوه کس له پاره په کلني ډول د پاکو اوبو اندازه له لس لکه لېټرو څخه کمه شي. په ۲۰۱۴ ز کال کې د بېجینګ د شل میلیونه څخه زیاتو اوسېدونکو له پاره په کلني ډول یو لک او پنځه څلوېښت زره لېټره اوبه موجودې وې. په ټوله کې چین د اوبو له کموالي سره مخ دی. چین کې د نړۍ شل سلنه نفوس ژوند کوي؛ خو د نړۍ يوازې اووه سلنه اوبه لري. د ۲۰۱۵ ز کال د شمېرو له مخې د بېجینګ څلوېښت سلنه اوبه دومره ککړې دي چې د څښلو څه چې د زراعت او صنعت د کارولو هم نه دي.

قاهره، مصر

هسې خو د نیل سیند زرګونه کلونو تمدنونه خړوب کړي؛ خو اوس دغه ستر سیند د اوبو له سخت فشار سره مخ دی. نیل د مصر له پاره اووه نوي سلنه تازه اوبه برابروي؛ خو اوس د خلکو او زراعت د فضله موادو له امله دغه اوبه ککړېږي. د ملګرو ملتونو د شمېر له مخې دغلته د ککړو اوبو د ناروغیو له امله ډېر مرګونه کېږي او د ۲۰۲۵ ز کال پورې د اوبو شدید کمی رامنځته کېدای شي.

مسکو، روسیه

په ټوله کې روسیه کې د اوبو لویه ذخیره موندل کېږي؛ خو شوروي مهال کې د شوې زراعتي پراختیا له امله دا له ککړتیا سره مخ ده. د مسکو اویا سلنه اوبه د ځمکې له سطحې څخه اخیستل کېږي چې دا په اسانۍ ککړېږي. ځايي ادارې وايي چې د هېواد له پنځه دېرش څخه تر شپېته سلنه اوبه د حفظ الصحې له غوښتنو سره سمې نه دي.

استنبول، ترکیه

د شمېرو له مخې ترکیه په ټوله کې د اوبو د کموالي له ستونزې سره مخ ده او کارپوهان وايي چې تر ۲۰۳۰ ز کال پورې به دغه مسئله نوره هم سخته شي. اوسنیو وچو (بې بارانه) میاشتو کې د استنبول څوارلس میلیونه نفوس لرونکي ښار کې اوبه کمېږي. د ښار د اوبو په ذخیره کې دېرش سلنه کموالی راغلی دی.

لندن، انګلستان

ډېر خلک به حیران شي چې لندن هم د اوبو له ستونزې سره مخ دی. عام فکر دا دی چې لندن کې ډېر باران ورېږي؛ خو واقعیت دادی چې لندن کې د پاریس او نیویارک په پرتله لږ باران کېږي او اتیا سلنه اوبه یې له سیندونو سرچینه اخلي. د چارواکو په وینا تر ۲۰۲۵ ز کال پورې به د اوبو کموالی پېل شي او تر ۲۰۴۰ ز کال پورې به شدیده بڼه خپله کړي. داسې ښکاري چې ژر به لندن کې د ربړ د پایپونو په کارولو باندې بندیز ولګېږي.