برتانوي خيريه موسسو د مرستو پيسې پر ناروا جنسي اړيکو لګولي: ځلاند ویب پاڼه

برتانوي خيريه موسسو د مرستو پيسې پر ناروا جنسي اړيکو لګولي

پام وړ

برتانوي خيريه موسسو د مرستو پيسې پر ناروا جنسي اړيکو لګولي

421

د انګلستان چارواکو خبر ورکړی دی، چې پر هغو خيريه موسسو به مرستې بندې کړي چې نويو له سره کتنو ته ځان نه تسليموي. انګلستان دا څرګندونې له هغه وروسته کړي چې جنسي ناوړه ګټه اخيستنه کې د ځينو دغو موسسو په اړه راپورونه ورکړل شول.

نړيوالو راپورونو څرګنده کړې ده، چې د انګلستان د اوکسفام خيره موسسې کارمندانو په ۲۰۱۰ کال کې هايتي هېواد کې له زلزلې وروسته د ژغورنې پر مهال زلزله ځپلو سره د مرستو بدل کې جنسي اړيکې ترسره کړي.

د انګلستان حکومت دا چاره غندلې او څرګنده کړې يې ده، چې دا ډېره بده ده چې د مرستو پر مهال د يو چا له لوري له نورو ناوړه جنسي ګټه واخستل شي او هغوی جنسي اړيکو ته اړ ويستل شي.

اوکسفام د انګلستان هغه نړيواله اداره ده چې د اروپا، شمالي او منځنۍ امريکا او اسيا ګڼ شمېر خيريه ټولنې يې تر چتر لاندې کار کوي او نړۍ کې د غربت ختمولو دعوه لري. هېره دې نه وي چې د دې موسسې چارې په هيڅ ديني لوري پورې تړلې نه دي.