امريکا شمالي او سويلي کورياګانې خپلمنځي روغې جوړې ته نه پرېږدي

سيمه او نړۍ

امريکا شمالي او سويلي کورياګانې خپلمنځي روغې جوړې ته نه پرېږدي

209

د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پېنس له سويلي کوريا غوښتي چې د شمالي کوريا پر ضد تګلاره خوشې نه کړي او له اقتصادي او ډپلوماتيک پلوه د دې هېواد د منزوي کولو چارې جاري وساتي.

پېنس له پيونګ چانګ نه له راستنېدو وروسته امريکا کې خبريالانو سره خبرو کې وويل، چې امريکا او سويلي کوريا د شمالي کوريا د اتومي پروګرام پر وړاندې تر اوسه يو موټی دي.

هغه زياته کړه، چې د سويلي کوريا له مشر سره د ليدنې پر مهال يې ټينګار کړی چې دواړه امريکا او سويلي کوريا به د شمالي کوريا د اتومي او بالستيک پروګرامونو پر ضد خپلې هڅې جاري ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو کورياګانو تر منځ له اوږد ځنډ وروسته د روغې جوړې خبرې پيل شوي او د دې هوادونو لوړپوړو مشرانو ناستې کړې دي. هغوی څرګنده کړې وه، چې دواړو لوريو ته يو ملت پروت دی او نور هغه وخت نه دی چې د تېرو مسالو له امله سره جلا پاتې شو.

خو امريکا غواړي دغه خبرې پايله ونه لري او دواړه کورياګانې جلا پاتې شي، د امريکا مرستيال ولسمشر څرګنده کړې: «د امريکا، سويلي کوريا او جاپان تر منځ په دې کې هيڅ اختلاف نه شته چې شمالي کوريا په اقتصادي او سياسي ډګر کې منزوي کړي، تر هغه چې له خپل اتومي او بالستيک پروګرامونو لاس واخلي».

پنس پر خپله ټويټرپاڼه ويلي، چې د هر ډول خبرو اترو د پيل لومړی شرط دا دی، چې «شمالي کوريا د خبرو پر مېز د اتومي پروګرام د پرېښودلو ژمنه وکړي». خو دا هغه څه دي چې شمالي کوريا يې په هيڅ وخت کې پرېښودو ته تياره نه ده.

د امريکايي مرستيال ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د سيئول له اعلان سره سم د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون جنوبي کوريا کې خپل سيال مون جای اېن د شنبې په ورځې پيونګ يانګ کې غونډې ته وربللی و.

په دې اړه له مياشتو چوپتيا وروسته چې ايا شمالي کوريا به جنوبي کوريا کې په ژمنيو اولمپيکي لوبو کې ګډون وکړي که نه؟ څرګنده شوه چې اولمپيک د دواړو کورياګانو تر منځ د نږديکت يو غوره فرصت رامنځته کړ، خو دا هغه څه دي چې واشنګټن يې نه خوښوي او نه غواړي چې دا جلا شوی ملت سره يو شي.