امريکا سوريه کې خپل ۳۰۰ وسله‌وال پلويان بمبار کړي: ځلاند ویب پاڼه

امريکا سوريه کې خپل ۳۰۰ وسله‌وال پلويان بمبار کړي

سيمه او نړۍ

امريکا سوريه کې خپل ۳۰۰ وسله‌وال پلويان بمبار کړي

727

د امريکا جنګي الوتکو سوريه کې پر خپلو وسله‌والو پلويانو بمباري کړې ده، چې له امله يې ۳۰۰ تنه وژل شوي دي.

امريکا دا بمباري د سوريې د نفتو په تر ټولو بډايه سيمه ديرالزور کې کړې ده، چې د پي کی کی وسله والې ډلې ۳۰۰ تنه غړي په کې وژل شوي دي.

راپورونه څرګندوي چې امريکايي ځواکونو دا بمباري د ناسمو معلوماتو په پايله کې کړې ده، چې د يادې ډلې يو مرکز يې په کې په نښه کړ او درنه مرګ ژوبله يې واړوله.

د پي کی کی وسله واله ډله چې څو نورې څانګې هم لري د امريکا له لوري حمايه کېږي، چې په وروستيو کې ترې ترکيې ته ستر سردردی پيدا شوی دی. د ترکيې ولسمشر امريکا ته ګواښ وکړ چې دا او نور ټول هغه ترهګر به په چټک ډول له منځه يوسي چې امريکا يې روزنه کوي او وسلې ورکوي. ترکيې له دې ګواښونو وروسته سوريه کې د همدې ډلې پر ضد پراخ عمليات پيل کړل.