بلبير سنګ؛ د بابري جومات ورانوونکی چې اوس مسلمان شوی او جوماتونه جوړوي

راپورونه

بلبير سنګ؛ د بابري جومات ورانوونکی چې اوس مسلمان شوی او جوماتونه جوړوي

1292

بلبیر سنګ چې په ۱۹۹۲ ز کال کې يې د هند د مشهور بابري جومات په ورانولو کې برخه اخیستې وه او ډېر ویاړ يې پرې کاوه، پر خپل شوي کار ډېره پښېمانتیا ښيي.

سنګ چې هغه مهال د هند د پاني پت د هریانې سیمې د شیو سینا د ګوند ځايي مشر وي، د بابري جومات له ورانولو وروسته کلي کې ورته ډېر خلک د یوه اتل په توګه ښه راغلاست ووايي؛ خو کورنۍ يې  د ده دغه کړنه وغندي. د انډيا ټوډی رسنۍ د راپور پر بنسټ، سنګ ویلي، زه وروسته پوه شوم چې زه په غلطه وم.

نوموړی وايي، زه وروسته پوه شوه چې ما قانون په خپل لاس کې اخیستی. زه مجرم وم، ما اسلام ومانه.

د هغه نوم اوس محمد عامر دی.

هغه له خپل یوه بل ملګري محمد عمر سره، چې وړاندې هندو وي، پرېکړه کړې چې د خپلو کړو ګناهونو څخه د ځان پاکولو په موخه به سل جوماتونه جوړوي. دوی تر اوسه نوي جوماتونه ودان کړي دي.

محمد عامر له یوې مسلمانې ښځې سره واده کړی او په خپله سیمه کې د اسلام د تبلیغ په موخه یو ښوونځی هم چلوي. 



اعلان